د ایرلېنډ کرکټ بورډ د جمعې په ورځ د افغان لوبډلې پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو لپاره شپاړس کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.
ایرلېنډ او افغانستان د ۲۰۲۱ کال په جنوري کې په عربي متحده اماراتو کې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي، دغه لوبې د نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره په سوپرلیګ پړاو پورې تړاو لري.
له دې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ ویلي و، چې دوی به د جنوري په ۱۸ مه، ۲۱ مه او ۲۳ مه نېټه درې یو ورځنۍ لوبې له ایرلېنډ سره د افغانستان په کوربتوب په دوبۍ کې ترسره کړي دي.
د لوبغاړو او رهبرۍ غړو لپاره شرط
لوبغاړي او ملاتړي کسان به یې د کرونا ویروس مخنیوي په خاطر له ویروس څخه په محفوظ ځای کې ځانونه وساتي.
د لوبو پرمهال هم باید ټول لوبغاړي د کورونا پر وړاندې ټول تدابیر مراعت کړي.
د ایرلېنډ وېکټ ساتونکی لوبغاړی ګېري ویلسن به له ایرلېنډ سره په لوبډله کې نه وي او هغه به د نوي دویم ماشوم د زېږېدو په خاطر له خپلې کورنۍ سره مل وي.
د ویلسن پر ځای به نیل راک د ایرلېنډ وېکټ ساتونکی شي.
د ایرلنډ لوبډله
لوبډلمشر انډریو بلبیرني، مارک اډېئر، کورټېس کېمفر، ډېوېډ ډیلاني، ګېرېت ډیلاني، جاش لېټل، انډریو مک براین، بېري مک کرتي، جمېز مکالم، کېوېن اوبراین، نیل راک، سیمي سېنګ، پال سټېرلېنګ، هېري ټېکټر، لورکن تکر، کرېګ یانګ.
د ایرلېنډ مرال
ایرلېنډ د ۲۰۲۰ کال په اګسټ میاشت کې انګلستان ته هم سفر کړی و او هلته یې درېیمه یو ورځنۍ لوبه له انګلستان څخه په خورا لوړ توپیر وګټله.
په دې لوبه کې پال سټېرلېنګ او نډریو بلبیرني سلیزې ووهلې.
نو د دوی مُرال به افغانستان پر وړاندې پیاوړی او لوړ وي.
د دوی روزونکي ګراهام فورډ هم ویلي، چې د دوی لوبډله به د ایرلېنډ پر وړاندې ځکه ښه مرال ولري، چې انګلستان څخه د لوبې په بري سره راوتلې وه.
هغه زیاته کړې چې ۲۰۲۰ د دوی لپاره ستونزمن کال و، خو لوبغاړو چې کومه وړتیا وښوده؛ نو لاسته راوړنه یې مثبته وه.
د ایرلېنډ او افغانستان لوبې
ایرلېنډ او افغانستان له ۲۰۰۹ څخه ۲۷ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړي، چې دې لوبو کې ۱۲ افغانستان او ۱۲ ایرلېنډ ګټلي، یوه یې لغوه شوې او دوه یې مساوي شوي دي.
راتلونکې درې لوبې د دواړو لوبډلو لپاره مهمې دي.
دا لوبې د نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره د لوبډلو غوراوي هم تړاو لري او د نړیوال جام د سوپر لیګ پړاو نوم ورکړل شوی دی.
کومه لوبډله چې د درې یو ورځنیو لوبو سیریز وګټي، نو پواینټونه اخلي او د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې مخکې کېدای شي.
افغان لوبډلې ته دا سیریز ګټل ځکه پکار دي، چې نړیوال پنځوس اوریز جام کې له وړاندې ۹ واړه لوبې بایللې دي او د درجه بندۍ برخه کې هم لسم ځای ته لوېدلی دی.
نو که افغان لوبډله د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام کې ځان ویني، باید له ایرلېنډ لوبې وګټي او درې یا څلور نور سیریزونه هم باید خپل کړي.