خبریال: فضل الله فضلي
د جنوب غرب حوزې خبریالان او ولس د افغانستان کرکیټ بورډ څخه غوښتنه کوي، چې د هلمند کرکیټ لوبغالی دې، د شهید الیاس داعي په نوم ونومول سي.
همداراز د یادي حوزې ورزشي خبریالان هم غواړي، چې د شهید الیاس داعي د تل پاتې یاد او کړو خدمتونو په پار دې د هلمند کرکیټ لوبغالی د ازادۍ راديو د پخواني خبريال ارواښاد الیاس داعي په نامه سي.
الياس داعي د نومبر په ۱۲مه په لښکرګاه ښار کې د خپل کور څخه د دفتر په لور روان وو چې د مقانطسي ماين له کبله نوموړی شهيد او ورور يې مجتبی محمدي زخمي سو.
د کندهار د خبریالانو مرکز، د خبریالانو د ملاتړ اداره، کندهار پریس کلب ، د نړیوالو او محلي رسنیو د خبریالانو ترڅنګ د هلمند خبریالان هم وايي چې شهید الیاس داعي نه یوازي د سیاسي، اقتصادي او جګړه ييزو راپورونو ترڅنګ پر ورزش هم راپورونه جوړول او په هلمند کي یې پردې برخه هم ډېر کار کړئ دئ.
په کندهار کې د هیواد رسنیز ګروپ رئیس صدیق الله خلیق، د کندهار د خبریالانو د مرکز مشر احمد لودین، د بي بي سي خبریال مامون درانی، د یو تلويزېون خبریال جاوید احمد تنویر، د ټولنیزي رسنۍ فعال صدیق الله افغان، د هلمند د خبریالانو رئیس زین الله جلال ستانګزی،په جوب کې د ورزشي خبريالانو مشر سميع الله سيرت، خبریال جواد داوري او ددې حوزې ټول خبریالان د شهید الیاس داعي لپاره د خدمتونو حق غواړي او له افغان کرکیټ بورډ څخه غوښتنه کوي، چي په هلمند کي د کرکیټ لوبغالی د د شهید داعي په نامه کړي،ترڅو ياد يې تلپاتی وي.
دوی وايي چي الیاس داعي په ورزشي برخه کي په ځانګړې د هلمند پر کرکیټ ډېر راپورونه جوړ کړي وه او اوس یې باید حق افغان کرکیټ بورډ ورکړي.
خبریالان زیاتوي چي د هلمند کرکیټ لوبغالی د الیاس داعي په نامه کول د مطبوعاتو د کورنۍ د احساساتو درناوی دئ او د ژورنالیزم په ډګر کي د خبریالانو د قربانیو د ارزښت او یاد ساتلو لپاره باید دا ډول چاري ترسره سي.
بلخوا ددې ټولو غوښتنو په ځواب کي افغان کرکیټ بورډ هیڅ نه دي ویلي او پټه خوله پاته دی.
لدې وړاندي کرکیټ بورډ د ننګرهار بهسودو کرکیټ لوبغالی د شهید نجیب ترهکي په نوم او د لغمان کرکیټ لوبغالی د شهيد ډاکټر عبدالله لغماني په نوم نومولي دي.