د سریلانکا لیګ کې ځلیدلی افغان؛ قیس احمد له هېڅ لوبې نه دی ډراپ شوی

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د سریلانکا لیګ کې د نورو افغان لوبغاړو په شتون کې قیس احمد هم له کریم صادق سره یو ځای کولمبو کېنګز کرکټ لوبډلې پېرلی دی.
نوموړی له لومړۍ لوبې نیولې تر اوسه پورې په یاد لیګ کې یوه لوبه کې هم نه دی ډراپ شوی او هره لوبه کې خپلې لوبډلې لوبولی دی.
قیس په خپله غوره توپ اچونه د خپلې لوبډلې باور ساتلی او ځان یې ځلولی دی.
په دې وروستیو دوو لوبو کې نوموړی خورا ښه وځلېد.
تېر ځل یې د جېفنا سټالیئنز کرکټ لوبډلې درې وېکټې وغورځولې او په ۳ اورونوکې یې ۲۴ منډې ورکړې.
قیس احمد په ۸ ایکانومي توپ اچونه وکړه او د جېفنا سټالیئنز کرکټ لوبډله یې تر ۱۴۹ منډو محدوده کړه.
قیس احمد اوپنر توپوهونکی، ون ‌ډاون او یو بل توپوهونکی وسوځول او د لوبډلې د توپ وهنې د ملا تیر یې ونړاوه.
هغه لوبه کولمبو کېنګز کرکټ لوبډلې په ۶ وېکټو وګټله او دېنېش چنډېمل د ۶۸ ناسوځېدلو منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د لانکا لیګ ۱۳ مه لوبه او د قیس احمد غوره توپ اچونه

د لانکا سوداګریز کرکټ لیګ ۱۳ مه لوبه د کولمبو کېنګز او کېنډي ټسکرز کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
په دې لوبه کې رحمان الله ګربز په ۲۱ توپونو ۳۴ منډې وکړې او د متیوز په توپ کېچ شو.
قیس احمد په دې لوبه کې دوه اېل بي ډبلیو اوټونه وکړل، اسیلاګونرټنی او دېل روان پرېرا یې په ۱۲ منډې وسوځاوه.
قیس احمد په ۴ اورونوکې ۸ منډې ورکړې او ۲ وېکټې یې واخېستې.
نوموړي په ۲ ایکانومي توپ اچونه وکړه، چې تر دې دمه په یاد لیګ کې تر ټولو کمه ایکانومي وه.
د دوی لوبډله کولمبو کېنګز بریالۍ هم ده او تر دې دمه یې څلور لوبې ګټلي او د نومرو په جدول کې دویم ده.