د شاهد افریدي نوم له ګال ګلېډیئټرز لوبډلې لېرې شوی

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د ګال ګلېډیئټرز کرکټ لوبډله په سریلانکا لیګ کې تر دې دمه تر ټولو ناکامه تمامه شوې ده او ۵ لوبې یې پر له پسې بایللي دي.
شاهد افریدی په څلورو لوبو کې د دې لوبډلې لوبډلمشر و او خپله لوبډله مشرۍ کې دغه څلور واړه لوبې وبایللې او د نومرو په جدول کې یې لوبډله وروستۍ شوه.
له دې لوبډلې سره حضرت الله ځاځی هم په دوه لوبوکې ولوبېد، خو په دواړو لوبو کې یې یواځې ۸ منډې وکړې.
د ګال لوبډلې خپله پنځمه لوبه پرون ( د شنبې په ورځ د ډېسمبر په ۵ مه) له ډمبولا وېکېنګز لوبډلې سره وکړه.
دې لوبډله کې سمیع الله شینواری او افتاب عالم اخیستل شوي دي.
پرونۍ لوبه کې د شاهد افریدي نوم په یوولس کسیز نوملړ کې هم نه و او د دې سربېره یې په فول سکواډ یا نولس کسیز نوملړ کې هم د هغه نوم نه برېښي.
تېره ورځ لوبه کې ډمبولا لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونوکې د اپال ترنګا د ۷۷ منډو او د نورېشن ډېکوېلا د ۶۰ منډو په مرسته ۲۰۷ منډې وکړې.
سمیع الله شینواري په ۵ توپونو ۹ ناسوځېدلې منډې وکړې، ده په تېره لوبه کې هم ۱۱ ناسوځېدلې منډې کړې وې.
ګال ګلېډېئټرز کرکټ لوبډلې هم ټول اورونه ولوبول او تر اوولسم اوور پورې لوبه داسې برېښېده، چې ښایي ګال ګلېډېئټرز یې وګټي.
ګال لپاره ګوناتیلیکا په ۵۲ توپونو ۷۸ منډې وکړې او اعظم خان په ۲۴ توپونو ۵۵ منډې جوړې کړې.

دې لوبډلې د ۷ وېکټو په نقصان سره ۱۹۸ منډې وکړې او لوبه ترې ډمبولا په ۹ منډو وګټله.
پاکستاني الراونډر انور علي په ۴ اورونوکې ۳۷ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې ترلاسه کړې.

افتاب یاد لیګ کې نور نه لوبېږي

افتاب عالم چې هم ډمبولا لوبډلې سره یوه لوبه کې ولوبېد، په ۳ اورونوکې ۲۱ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې واخېستې.
له دې لوبې وروسته افتاب عالم نور ونه توانېد، چې یادې لوبډلې سره لوبېدو ته دوام ورکړي.
ځېنو رسنیو لیکلي، چې افتاب عالم د یوې ستونزې له امله له سریلانکا لیګ څخه بېرته افغانستان ته راغلی او ښایي بېرته یاد لیګ ته ستون نشي.