غني طالبانو ته: راځئ د تېرو شپږو نسلونو پر زخمونو د ملهم پټۍ کېږدو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
راپور: بشر درویش

د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا لومړۍ غونډه ترسره او پرانیستل شوه.
دې ناسته کې د افغان ولسمشر اشرف غني په ګډون سیاسیونو او مشرانو برخه اخیستې وه.
دا ناسته چې په سلامخانې ماڼۍ کې جوړه شوې غونډه کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، مخکېني ولسمشر حامد کرزي، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، جهادي مشر استاد عبدرب الرسول سیاف، د ملي شورا د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رئیسانو، ملي او سیاسي شخصیتونو، د ملي روغې جوړې عالي شورا رهبرۍ، د کابینې یو شمېر غړو او د مدني ټولنې بنسټونو استازو حضور درلود.
جمهوررئیس غني په دې غونډه کې پخپلې پرانیستونکې وینا کې وویل، د سولې مذاکرات دویم پړاوو ته رسېدلي او لومړي پړاوو وښوده چې اسانه کار نه و، خو پایلې ته ورسېد.

هغه زیاته کړه:

«له مذاکراتي ټیم څخه چې د ملي یووالي، د اساسي قانون او جمهوریت له ارزښتونو او د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړو څخه یې په قوت استازولي وکړه، مننه کوم.»

جمهوررئیس د دې غونډې په پای کې، د یادو بحثونو د جمع بندۍ ترڅنګ وویل، حساس وضعیتونه فرصت او خطر دواړه لري او له دې وضعیتونو څخه استفاده ملي وحدت پورې اړه لري، په همدې اساس ملي وحدت د دې لامل کېږي چې له فرصتونو څخه ډېره استفاده وکړو او خطرونه مدیریت کړو.
جمهوررئیس وویل، نظام ټولو ته سرپوښ دی او په کوم فرد پورې اړه نه لري. د نظام قطع کېدل د بربادۍ لامل کېږي او سوله باید په پروسه کې تنظیم شي چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د تداوم لامل وګرځي او مخکې یووړل شي.
هغه ټینګار وکړ چې موږ باید د پخوانیو درسونواهمیت په اساسي ډول درک کړو او زموږ هدف باید د چتر پراخ پوښښ وي، نه د اشخاصو.
جمهوررئیس وویل:

«د سولې تطبیق ډېر مهم دی، هغه مملکت چې ۹۰ سلنه خلک یې د ورځې له دوو ډالرو په کمو عوایدو ژوند کوي، سوله څه ډول تطبیقوي. هغه په کومو امکاناتو او څه ډول برابروي.»

هغه ویلي چې تاریخي مسوولیت لرو دولتي بنسټونه داسې پیاوړي کړو چې سوله تطبیق شي او دغه کار په بې کفایته ادارې نه کېږي او باید یو بل ته لاس ورکړو او د دغه کار کولو لپاره هڅه وکړو.
هغه زیاته کړه:

«ماحول تغییر کړی او د اړتیا تر کچې پر بین المللي مرستو تکیه نشو کولی او باید ځان منسجم کړو. هغه نقشه چې تاسو مشران به پرې کار وکړئ تدبیر، ملاتړ او قاطعیت غواړي او باید سختو پوښتنو ته ځواب ولرو چې موږ هدف ته ورسوي.»

غني ویلي چې په کومو لارو تللي یوو او پایله یې نه ده ورکړې باید درس واخلو، د افغانستان خلکو لپاره معیار د تېرو څلوېښتو کلونو سراسري تاوتریخوالي پایته رسېدل دي.
هغ وړاندې وویل، طالبان هم باید خپله سیاسي اراده وښیي، ځکه یوازې د دولت او ملت پر اوږو د دې سیاسي بار ایښودل سم نه دي.
غني ویلي، د لوبې قوانین باید مشخص شي او د تعدیل په صورت کې باید په هغه کې د ملت اراده څرګنده وي.
جمهوررئیس وویل:

«طالبانو ته یو واضح پیغام لرم چې سیاستوال، ملت او دولت تاسو د یو واقعیت په توګه مني، له تاسو سره سوله کوي، خو تاسو هم باید د ټولنې واقعیتونه درک کړئ. راځئ د تېرو شپږو نسلونو پر زخمونو د ملهم پټۍ کېږدو او زموږ او ستاسو ټولو پر اوږ و دغه مسوولیت پروت دی.»


هغه د خپلو خبرو په پای کې د طالبانو ډلې ته په خطاب کې وویل، توپ ستاسو په میدان کې دی، ایا پرېکړې ته حاضر یاست او سیاسي اراده لرئ، ترڅو د مذاکراتو دویم پړاوو کې له تشریفاتي مسایلو څخه اساسي مسایلو ته ولاړ شو. مهرباني وکړئ، وینه تویول ودروئ، ځکه دغه کار همت اواراده غواړي او موږ ورته منتظر یوو.
دې ناسته کې د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو مشرانو هم خبرې او ویناوې وکړې او پر سوله او ملي یووالي یې ټینګار وکړ.

د نړیوالو فشار

څو ورځې وړاندې اروپايي اتحادیې او ځینو نورو هیوادونو پر افغان حکومت غږ وکړ چې ژر تر ژره دې د مصالحې عالي شورا کارونه چټک او بشپړه کړي، چې ښکاري له همدې امله هم اوس ژر دا کارونه بشپړ او نن یې پرانیسته وشوه.
د ملي مصالحې عالي شورا به د سولې او روغې خبرې او نور مسایل پر مخ وړي چې  ډاکټر عبدالله عبدالله به یې مشري کوي.
 
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.