د امریکا کرکټ بورډ هڅې پیل کړي، چې د ۲۰۲۱ کال په اوږدوکې د مېجر په نامه کرکټ لیګ ترسره کړي.
په دغه لیګ کې به شاوخوا ۲۴ لوبډلې برخوالې وي او سر له اوسه یې ورته د سپانسر چارې پیل کړي دي.
د دغه لیګ مسوولینو د نایټ رایډرز کرکټ لوبډلو له مالکانو هیله کړې، چې د امریکا متحده ایالاتو په مېجر لیګ کې هم لوبډله وپېري.
د هندوستان په سوداګریزو کرکټ لوبو کې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په ملکیت کې د هندوستان سینمایي ستوری شاه رخان هم عمده شریک دی.
دې لوبډلې په آی پي اېل کې دوه ځلې اتلولۍ ګټلي دي.
شاهرخان په سي پي اېل یا د ویسټ انډیز لیګ کې هم د ټرېنباګو نایټ رایډرز لوبډله پېرلې ده او دې لوبډلې د ۲۰۲۰ کال سي پي اېل کې درېیم ځل اتلولي هم وګټله.
دې لوبډلې د پولارډ په لوبډلمشرۍ کې له لومړي سره تر پایلوبې کومه لوبه ونه بایلله.
د سرینیواسان په نامه یو کس چې د امریکا په مېجر لیګ کې ډېر دخیل دی او ډېرې هلې ځلې کوي، وایي:
« مونږ خورا لېواله یو، چې د امریکا په سوداګریز لیګ کې د نایټ رایډرز لوبډلې مالکان لوبډله وپېري او خپل دید دلته هم واضح کړي».
د نایټ رایډرز لوبډلو اجرایه مشر وېنکی مایسور وایي، چې هر کال او هره میاشت د نړۍ له مختلفو هېوادونو دوی ته د لوبډلو د اخیستلو وړاندیزونه راځي؛ خو دوی په ملي کچه د یو لیګ برخه کې پانګونه ډېره مهمه نده او په نړۍ کې کرکټ داسې د پراخېدو په حال کې دی، چې لکه څنګه چې په ځمکه مرخېړۍ یا سمارق راخېږي.
مایسور وایي د امریکا کرکټ بورډ له دوی څخه هیله وکړه، چې د ښو لوبغاړو په جذبولو او د غوره خدماتو په وړاندې کولو کې ورسره مرسته وکړي.
که چېري د نایټ رایډرز لوبډله په امریکا کې لوبډله پېري او خدمات وړاندې کوي، نو میلیونونه ډالر خرچه پرې راتلای شي.