ژباړه: نسيمه محمدي
هند د جاليکاټو فلم سره د ٢٠٢١م اسکار د غوره فلمونو په برخه کې ګډون کوي.
دا فلم په مالايالامي ژبه دى، وړاندې تر دې د ټورنټو، لندن، بوسان او استکهلم په څېر، نندارتونونو کې، نندارې ته وړاندې شوى وو.
ليجو خوزه پليسري د دغه فلم جوړولو لپاره، په ٢٠١٩م کې د “ګوا” فلم سره د نړۍ د غوره ډايرېکټر جايزه ترلاسه کړه. جاليکاتو اکشن-جنايي ژانر فلم دى.
د فلم کيسه د يوې غوا په اړه ده، چې له وژنځاى ځخه يوې لرې پرتې او آرام کلي تښتي او کلى د شور او زوږ په مرکز بدلوي. دا کړنه د دې سبب ګرځي چې کليوال د بېلابېلو نظرونو سره راټول او دا حيوان ونيسي.
ډارېکټر: ليجو خوزه پليسري
د خپرېدو کال: ٢٠١٩م
امتياز imdb : ٧.٦/١٠
وخت: يو ساعت او ٣٢ دقيقې
لوبغاړي: آنتوني وارقس، چمبان وينود خوزه، سابومون عبدالصمد، سانتي بالاچاندران، جعفر ايدوکي
برنا وليکل: هند د ١٩٥٧م کال څخه راپدېخوا هرکال، اسکار ته استازي ټاکي او درې ځلي يې د اسکار نوماندي ترلاسه کړې ده، په ١٩٥٨م کې د “هند مور”، ١٩٨٩م کې د “سلام بمبٸي” او ٢٠٠٢م کې د “لاګان” لپاره وو.
د اسکار ٩٣مه کليزه د ٢٠٢١م د اپريل ٢٥مه، د ١٤٠٠.ل کال د ثور شپږمه سهار ترسره کېږي.