ځینې ماشومان ښه ذهن نه لري، څو علتونه يې درته وایو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ليکنه تو راټولونه: صديقه پوپلزۍ

داسې ډېر ماشومان شته چې ښه ذهن نه لري، یانې ذهن یې کمزوری وي نشي کولای هر څه په ښه توګه جذب کړي یا يې هم درس په سمه توګه په ذهن کې نه پاته کیږي، خو دا هم خپل دلیلونه لري چې ولې داسې دي.
کله چې ماشوم پیدا کیږي داسې ډېرې کورنۍ شته چې د ماشوم ودې ته سمه پاملرنه نه کوي، ځکه ماشوم د ماشومتوب څخه تغذیه کیږي کله چې د هغه وخت څخه سم ونه روزل شي ماشوم کمزوری راځي او دا کار يې پر ذهن هم منفي اغېزه کوي.
که ماشوم په ماشومتوب کې د لوبو او ساعتیري کولو څخه منع نه کړو نو د داسې ماشومانو ذهن ښه فعاله وي هر کار ته ډېر ژر فکر رسېږي همداسې ذهن یې هم ښه وده کوي، خو که ماشومتوب کې موږ ورباندې فشار راوړو لوبو ته يې پرېنږدو، نو تل همداسې ګوښه اموخته کیږي.
ماشومان ښې ساتنې او پاملرنې ته اړتیا لري نو تر هر څه د هغوی ساتنه اړینه ده چې په څه ډول يې ساتو.
داسې ډېرې کورنۍ شته چې هېڅکله د ماشوم څخه د هغوى د ستونزې په اړه پوښتنه نه کوي، تل یې رټي خو که موږ سمه پلټنه وکړو ويې څېړو، نو دوی په ارامه خپله ستونزه ویلای شي همدا سبب کیږي چې راتلونکې کې ښه ذهن ولری.
ډېره دوا کارول یا هم پرته له داکټره له ځان دوا ورکول هم د ماشوم ذهن کمزورۍ کوي نو همدې له لپاره باید خپل په زړه دوا ماشوم ته ورنه کړو.
چاپیریال هم د ماشوم پر ذهن او روح اغېزه کوي، تل باید هڅه وکړو، چې یو ښه چاپیریال او ځای خپل ماشوم ته برابر کړو.
کله چې ماشوم ته د ذهنې ودې لارې چارې هم برابرې کړو ماشوم کولای شي د هغه لارو په وسیله ښه شي او ګټه ورڅخه واخلي، هېڅکله خپل ماشوم باید د نورو ماشومانو سره پرتله نه کړو ځکه پر روان یې بده اغېزه کوي او ځان کم احساسوي.
تل باید ماشوم وهڅوو او وستایو پر ذهن یې فشار رانه وړو، ځکه دا ستاینه ورځ تر بلې د دوی ذهن ښه کوي او دوی خپله هڅېږي او ښه زده کړه کوي. ماشوم سره ډېره مینه وکړو ځکه تر هر څه ډېر دا د ماشوم پر ذهن مثبته اغېزه کوي.
ماشوم ته باید اجازه ورنه کړو چې ډېر ټلویزیون وګوري، د هغه پر ځای يې باید د کتاب ویلو سره اشنا کړو، چې د ذهن لپاره ډېره ښه ده، ځکه هره لاره چې د ماشوم د ذهن د ودې لپاره ګټوره وي باید ورنه ګټه واخلو.