بایډن؛ راتلونکی دولت د اوباما د دولت دوام نه دی؛ موږ له يوې بلې نړۍ سره مخ یو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
ژباړه: عایشه حیدري

د متحده ايالتونو نوی ټاکل شوی ولسمشر وايي، چې د‌ ده راتلونکی دولت د بارک اوباما د ولسمشرۍ درېيمه دوره نه ده.
د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، جو بایډن چې د ټاکنو د لومړينو پایلو له مخې د امریکې راتلونکی ولسمشر بلل کېږي، اعلان وکړ چې د هغه دولت به د بارک اوباما د ولسمشرۍ درېيمه دوره نه وي.
د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د نوامبر په درېیمې نېټې ترسره شوې. په دغو ټاکنو کې د جمهوريت غوښتونکي ګوند استازی، ډونالډ ټرمپ د امریکا اوسنۍ ولسمشر او د ډموکراټ ګوند استازي جو بایډن په دغو ټاکنو کې تر ټولو مخکښه رقیبان وو، چې په پایله کې د امریکا د معتبرو رسنیو د راپور پر بنسټ جو بایډن په دغو ټاکنو کې بریالی شو.
د یادونې وړ ده چې د ټاکنو پایلې تر اوسه په رسمي ډول نه دي اعلان شوي.
جو بایډن چې د ټاکنو د لومړنيو پایلو پر بنسټ د امریکې راتلونکی ولسمشر دی، د بي‌بي‌سي له ام‌سي‌ان سره یې په يوې مرکې کې وويل؛
زما دولت د اوباما د دولت درېیم پړاو په معنا نه دی. موږ له يوې توپير لرونکې نړۍ سره مخ يو.
ونالډ ټرمپ وضعيت ته بدلون ورکړی او لومړۍ امريکا یې په يوازې امریکا بدله کړې ده.