ژباړه: عایشه حیدري
د ولسمشرۍ لومړی مرستیال وایي، پر کابل د راکټي برید د مړو شمېر لسو او د ټپيانو شمېر ۵۱تنو ته ورسېد.
نوموړي يو ځل بیا دغه حمله ناکامي وبلله او ويلي یې دي چې د دغې ناکامۍ په تړاو د هېچا د ګوښه کولو پرېکړه نه ده شوې.
د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د ولسمشرۍ لومړي مرستيال، امرالله صالح نن د یکشنبې دليندۍ په دومه نېټه پر خپلې فېسبوک پاڼې د پرونيو بريدونو د تلفاتو په تړاو څرګندونې کړې دي.
ښاغلي صالح د پرونيو راکټي بريدونو د قربانیانو د پېژندګلوي په خپرولو سره لیکلي چې، خلکو وروسته له دغې حملې څخه پوښتنې وکړې چې دومره راکټونه او مهمات څنګه تر دغه ځایه راورسېدل؟ څوک به د دغې ناکامۍ په پایله کې مجازات شي؟
هغه دغې پوښتنې مشروع وګڼلې او ټينګار یې وکړ چې هېڅ يوه پوښتنه به بې ځوابه پاتې نه شي.
د ولسمشرۍ لومړي مرستيال لیکلي چې یو ويرجن ښاريان حق لري چې پوښتنې وکړي او دا زموږ دنده ده چې ځواب ووايو.
ښاغلی صالح وايي چې له پرونيو بريدونو څخه وروسته يو شمېر کسانو د شپږنیمو بجو د غونډو ګټې د پوښتنې لاندې راوستي چې بیا هم حق لري. هغه ويلي دي چې د اوس لپاره د کابل د امنیت د ټينګولو په برخه کې د شپږنیمو بجو د غونډو په پرتله غوره فعالیت نه دی شوی.
همداراز ښاغلي صالح ټينګار وکړ چې تر دې مهاله د تېرې ورځې د بريدونو په تړاو هېڅ يو چارواکي چې عملياتي مسؤليت لري نه دي ګوښه شوي، او د نوو څېرو د ګومارلو پریکړه نه ده شوې. صالح وايي له هر چا سره مې کار کړی او په راتلونکې کې يې هم کوم.
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د کابل ښار د ۱۷ناحیې اړوند تهیهمسکن سیمه او څلورمه ناحیه د ۲۴ راکټونو تر بريد لاندې راغله. دغه راکټي بريدونه د سهار له ۸:۵۰ دقيقو څخه پيل شول.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يوه میاشت کېږي چې امرالله صالح د کابل د امنیت د ټينګښت دنده پر غاړه اخيستې. او د هغه د مسوليت لرلو پر مهال په کابل کې څو ځانمرګي بریدونه شوي دي.