ژباړه:شپنه سلګۍ
درنو لوستونکو! دا خبره د خپلې اویا کلنې مطالعې او تجربې له مخې درته کوم؛ دا به هیڅکله نه هېروئ او تل به یې یاده ساتئ.
فرض کړئ یو کس د نړۍ تر ټولو شتمن سړي لکه بیل ګټس یا د امازون د خاوند زوی دی؛ د نړۍ له لویو پوهنتونونو لکه اکسفورډ، هارورډ او پرینسټون څخه په فزیک، نیورولوژي، فلسفه او نورو علومو کې ډاکټریانې لري. زموږ او ستاسو په معیار نېکمرغي همدومره ده نو چې یو سړی هم د داسې شتمن زوی او هم دومره لوی عالم وي.
فرض کړئ دا سړی هره شپه د خوب درمل او د خپګان ضد درمل خوري او له یو عالم ډیپریشن سره ژوند کوي.
اوس یو بل ځوان فرض کړئ چې په یوه پښه او یوۀ لاس شل دی؛ د یوې غریبې کورنۍ غړی دی؛ نه ثروت لري، نه علم خو بیا هم د سبا لپاره هیله مند دی؛ په ښار کې په یوۀ لاس او یوه پښه کار کوي او خپلې کورنۍ ته رزق تیاروي.
تاسو ته کوم بختور ښکاري؟
زما ځواب دا دی چې دویم کس ډېر خوشبخت دی، ځکه چې روحیه لري؛ د سبا لپاره هیله او ارمانونه لري او یوه کورنۍ ورسره غوټه ده.
انسان چې هر څومره سرمایه دار او هر څومره لوی عالم شي خو چې روحیه او د سبا هیله ونه لري، د ټولنې لپاره په درد نه خوري او له ژونده کوچنی لذت هم نه شي اخیستلی.
بشري ټولنې هوبهو همداسې دي؛ جاپان د سرو او سپینو زرو معدنونه نه لري خو خپلې پیاوړې روحیې د لوړ اقتصاد خاوند کړ.
هر هغه سیاستوال، ادیب او لیکوال چې ټولنې ته روحیه ورکوي کار یې د ارزښت وړ دی او باید احترام یې وکړو.
که کوم شعر یا داستان د ملي روحیې له پیاوړتیا سره مرسته کوي، شاعر او رومان لیکوال یې د ستاینې او احترام وړ دي. که کوم سیاستوال یوه ملت ته روحیه ورکوي د درنښت وړ دی. ځکه چې پیاوړې روحیه د یوه ملت د پرمختګ تر ټولو لوی ضامن دی حتی که هیڅ هم ونه لري.
د هر هغه سیاستوال، شاعر، ادیب، استاد او بل هر کس کار مردود دی او باید اګنور شي چې له یوه ملته پیاوړې روحیه او د سبا هیله اخلي. هغوی چې ملي یأس او ناهیلي خپروي د یوه ملت تر ټولو ستر دښمنان دي. ملت که روحیه بایلي حتی که اقتصاد او هر څه هم ولري، ژوند به یې د هغه سرمایه دار د ځوان عالم زوی په څېر وي چې د خوب په درملو ویدېږي او د ډیپریشن لپاره هم درمل خوري. که یې روحیه پیاوړې وه حتی که د هغه معیوب ځوان غوندې سل و زر مشکلات هم ولري، پر مخ به روان وي؛ د سبا هیلې به ورسره وي او له ژونده به خوند اخلي.
نو ای روحیه وژونکیو او ناهیلي خپروونکیو!
تاسې د خپلو خبرو او بې مسئولیته اظهاراتو پر تاوان غور کړی؟
لکه څنګه چې یأس او ناهیلي یو انسان له تحرک او کاره غورځوي، همداسې یو ملت هم غورځولی شي. ستاسو ایډیالونه او بتان چې تاسې ورته قربانۍ ورکوئ په دومره قیمت ارزي چې په بدل کې یې له یو ملته روحیه او د سبا هیلې تروړئ؟
موږ د یوه فقر او جنګ ځپلي ملت په توګه دې دوهم ځوان ته پاتېږو؛ زموږ تر ټولو لویه سرمایه د سبا هیله او پیاوړې روحیه ده. دا مو هم نه را لورېږي؟
د هر رښتیني سیاستوال، روشنفکر او اهل قلم لوی مسئولیت دا دی چې خپلو خلکو ته تحرک، د کار مینه، د سبا هیله او پیاوړې روحیه ور زرق کړي او که د دې مخالف کار کوي، سیاست، فکر او قلم یې د ملت دښمنان دي.