د ګډ ژوند د اوصولو څخه یو هم د ژوند د ملګري/ ې ملاتړ دی

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه او راټولونه صديقه پوپلزۍ

دا چار زموږ پر ګډ ژوند مثبته اغېزه کوي، په دې ډول کولای شو خپل ژوند په خوښۍ تېر او هېڅکله مو ترمنځ جنجال نه وي.
ځکه چې د ګډ ژوند ملګری مو اړتیا ورته لري، چې ملاتړ یې وکړو او ځان په دې کار سره ښه احساسوي. مقابل لوری ستاسو پاملرنه حس کوي او پوهېږي چې تاسې څومره اهمیت ورکوئ او همداسې ستاسې ارزښت هم ډېريږي.
هېڅکله یو انسان په یوازیتوب سره یو کار یا یوه ستونزه نشي حلولای، یو ملاتړ کوونکې ته اړتیا لري نو د همدې لپاره اړینه ده چې یو د بل ملاتړ وکړو.
که موږ یو د بل ملاتړ وکړو د دې په وسیله اړیکې غځېدلای شي باور مو زیاتیږي او یو پر بل ډاډمن کیږو.
ملاتړ کول مو ژوند ته هیله‌مندي زیاتوي؛ ځکه انسان د یوازیتوب څخه ژغوري او تل همدا فکر کې وي چې یو څوک راسره شته.
ملاتړ کول موږ ریښتنې هوساینې ته رسوي، فکري ارامتیا زموږ په برخه کوي یانې داسې احساس کوو چې تر شاه مو څوک ولاړ دي.

ملاتړ کول نه یوازې موږ ته ګټه رسوي، ارزښت او باور مو ډېروي؛ بلکې مقابل لوري ته هم ګټه لري یانې اعتماد او باور یې په ځان ډېریږي او هېڅکله ځان ته د کمزوري فکر نه کوي. ځان ښه او د ځواک ډک احساسوي، تل داسې انګېري چې نورو ته ډېر ارزښت لري، زموږ منفي فکر له منځه وړي دا چې یانې موږ بې ارزښته یا کمزوري یو د دې فکر پر ځای مثبت فکر او هیلې رامنځته کیږي.
ملاتړ کول موږ د داسې نورو ډېرو ستونزو څخه ژغوري، د ملاتړ کولو سره د نورو ملاتړ ترلاسه کولای شو، ملګري مو ډېريږي ټولنیزي اړیکې مو ښې کیږي.
د ملاتړ سره موږ کولای شو د خپلو وړو وړو خبرو څخه خوند واخلو.
کله چې موږ یو له بل څخه ملاتړ وکړو، نو خپل ژوند په ډېر ښه ډول سره مخته وړلای شو؛ ځکه د ملاتړ په وسیله مو ژوند تهصمیمیت، مینه او ارزښت مخه او هر کار یو د بل په مشورې سره  تز سره کولای شو، نو ځکه ملاتړ کول په ګډ ژوند کې اړینه ده.