د کابل سهار د راکټ او مقناطيسي ماين په چاودلو سره پيل شو

رنګین تجريدي ډیزاین
راپور:نسيمه محمدي

نن شنبه سهار د کابل ښار پر بېلابېلو سيمو څو مرمۍ توغندي ويشتل شوي دي. ويل کېږي چې ټول راکټونه د سراى شمالي له سيمې ويشتل شوي دي.
ويل کېږي چې يو توغندى د مخفي بدخشي ښوونځي ترڅنګ يوولسمه ناحيه کې لګېدلى دى. بل د شهر نو، يو د ګل سرخ څلور لارې او دوه توغندي په شير پور لګېدلي دي.
د ناتاييد شويو راپورونو پر اساس، دا توغندي د سراى شمالي له سيمې توغول شوي دي.
په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، پېښه تاييد او وايي:

“نن سهار ٨:٠٠ بجو شاوخوا ترهګرو څوارلس مرمۍ توغندي، د کابل پر ښار ويشتلي دي.

د کورنيو چارو وزارت ويلي؛ دغه توغندي د لسمې حوزې، د چهار قلعې د برق برج، طاهري کوڅې، نعمت پلازا، د سلام پوهنتون تر څنګ، صدارت څلور لارې، پل باغ عمومي، سپين زر جاده، د دويمې حوزې ملي آرشيف خواته، د ليسې مريم او ٥٠٠ فاميليو شاوخوا استوګنيځو برخو لګېدلي دي.
14 فیر راکت بالای شهر کابل اصاب کرد - ویب سایت خبری کلید گروپ
د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، راکټونه د څلورمې او اوولسمې حوزې، د تهيه مسکن او بادام باغ سيمو څخه د دوو واسطو سره توغول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت زياته کړې ده، چې تر اوسه درې تنه ملکي وګړي شهيدان او يوولس تنه نور ټپيان دي.
بل پلوه د کاپل د پوليسو وياند فردوس فرامرز وايي، چې د سهار ٧:١٥ بجو د دولسمې حوزې اړوند، يوه عراده رېنجر د مقناطيسي ماين پواسطه له منځه تللى دى.
د پوليسو د وياند په وينا په پېښه کې يو امنيتي وګړى وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.
په دې وروستيو مياشتو کې د ماينونو ځاى پر ځاى کولو او چاودنو پېښې زياتې شوي دي، چې د ملکي او نظامي وګړو ژوند يې اخيستى.