افغانستان د نړۍ تر ټولو غمځپلی هېواد شو !

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ګالوپ بنسټ د نورو کلنیو څېړنو په څېر , دا ځل د نړۍ هېوادونو کې خوښي او خپګان وڅېړه. دوی هغه هېوادونه معلوم کړل چې تر ټولو غمځپلي او تر ټولو خوشحاله وو.
د دې څېړنې پر بنسټ تر ۲۰۱۸زېږدیز وروسته, د افغانستان وګړي خورا خپه شوي. تر دې مخکې افغانستان د غمګینو هېوادونو په نوملړ کې درېیم دریځ درلود؛ خو دغې وروستۍ څېړنې جوته کړه چې له درېیم ځایه, لومړي مقام ته تللی. اوس افغانستان د نړۍ په کچه په غم او خپګان کې لومړی دریځ لري.
ګالوپ د نړۍ په هېوادونو کې, په هر هېواد له زرو کسانو پوښتنې کړي چې د ژوند په اړه خپل نظر څرګند کړي.
د جګړې دوام, بېکاري, بېوزلي او فقر د افغانستان د خلکو ژوند بېخونده کړی دی.
د کابل پوهنتون استاد ارواپوه شرف الدین عظیمي وایي:” په هغه ټولنه کې چې خلک د خوښۍ احساس کوي, لامل یې دا دی چې فکرونه یې ښه تغذیه کېږي. شاوخوا یې چاودنې, انتحار, فقر, جنایي جرمونه او کورنۍ ستونزې نه شته”.
خلک مو د وژنو او وینې بهولو شاهدان دي. د دوحې خبرو یو څه هیله من کړي وو؛ خو د خبرواترو جنجالي کېدو او د تاوتریخوالي زیاتوالي, خلک د جګړې د ختمېدو په اړه بې باوره کړل.
راپور : ملیحه ناصري
سرچینه: طلوع نیوز