ژباړه: عایشه حیدري
په برېټانيا کې د کوویډ ۱۹ د ناروغانو شمېر د بې سارو مړینو ريکارډ ټينګ کړ.
د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د EA Daily نه په نقل، د انگلستان د ملي شمېرې یا ONS د اطلاعاتو پر بنسټ په برېټانيا کې د تېرو لسو کلونو په پرتله د مړينو شمېر زیات شوی دی. همدارنګه دغه هېواد د روان کال له جنورۍ میاشتې څخه تر اکټوبر میاشتې پورې د کورونا وایروس له امله د ډېرو مړينو شمېر ريکارډ ټينګ کړی.
د کارپوهانو په وينا، په انګلستان کې د کورونا ۱۱ سلنه ناروغان مړه شوي دي او ډېری دغه ناروغان د الزایمر او د زړه ستونزو قرباني شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي دي، چې د کورونا په لومړیو لسو میاشتو کې، له ۳۷۸۰۰ تنه مړه شوي دي. چې دغه شمېرې په تېرو پنځو کلونو کې بې مخینې دي.
د یادونې وړ ده، چې بریټانیا د هغو هېوادونو په ډله کې ده چې د کورونا وایروس له امله پکې د مړینې کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده. تر دې مهاله له ۵۲۲۰۰ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.