راپور: نسیمه محمدي
د فلسطین رسمي سرچېنې خبر ورکړ، چې د فلسطین مشر د شمالي کوریا د ولسمشر له لوري د مبارکۍ پیغام تر لاسه کړی دی.
د فارس د راپور له مخې، کیم جون اون، د شمالي کوریا د خلق دېموکراټیک مشر، د فلسطین رهبر ته په یوه پیغام کې، د فلسیطني وګړو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
د فلسطین رسمي سرچینې «وفا»، په دې اړه راپور ورکړی دی، چې محمود عباس د خپلواکۍ د کاليزې په مناسبت، د کیم جون اون له لوري پیغام ترلاسه کړی دی.
د دغه راپور پر اساس، په پیغام کې لیکل شوي:
“د بهرنیو قدرتونو څخه د خپل مشروع حقونو په خاطر، د غضب شویو ځمکو د بېرته راستنولو لپاره ستاسې مبارزه، یوه عادلانه مبارزه ده. د کوریا خلک به د تېر په څېر په مېړانه د فلسطین د خلکو تر څنګ وي.”
دا راپور په داسې حال کې ورکول کېږي، چې د فلسطین رسمي سرچېنو تېره میاشت خبر ورکړی وو، محمود عباس د شمالي کوریا د جوړېدلو د ورځې په مناسبت، د کوریا د رهبر ته د مبارکۍ ترڅنګ د فلسطین او خلکو څخه یې د دوی د ملاتړ او موقف څخه مننه کړې وه.