راپور: ملیحه ناصري
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست، کریستوفر مېلر په شمالي کارولینا ایالت کې د یوې وینا په ترڅ کې وویل: « ولسمشر پرون حکم وکړ چې په افغانستان او عراق کې د امنیت له ټینګښت او د دومره هڅو په پایله کې زموږ د لاسته راوړنو په خوندي ساتلو سره دې د ۲۰۲۱ز کال د جنوري تر ۱۵مې پورې، د امریکايي ځواکونو شمېر دوه نیم زرو سرتېرو ته راټيت شي».
نوموړي وویل چې ښايي د امریکا متحده ایالاتو دښمنان د دغه اقدام لپاره د مزاحمت هڅه وکړي او ډاډ یې ورکړ چې امریکا به له شک پرته، هر ډول ګواښ خنثی او شنډ کړي.
د سه شنبې پر ورځ د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې مېلر وویل، چې په افغانستان او عراق کې به د امریکايي سرتېرو شمېر دوه نیم زرو ته راکم شي. هغه دا هم وویل چې دا پرېکړه یې د امریکا د سیاست یا موخو د بدلون په معنا نه ده.
د سيانان ټلویزیوني شبکې څېړنې وايي چې اوسمهال په افغانستان کې څلور زره او پنځه سوه امریکايي نظامي سرتېري شته.
د مېلر له دې څرګندونو دا جوتېږي چې واشنګټن چمتو دی د امریکايي ځواکونو تر ایستلو وروسته په افغانستان او عراق کې هر ډول امنیتي ګواښونه شنډ کړي.