ژباړه: ملیحه ناصري
زموږ شاوخوا ډېر زهري مواد شته. کومه هوا چې تنفس کوو، هغه اوبه چې څښو یې، کوم خواړه چې خورو، زهرجن مواد په کې وي. هره ورځ زموږ په ځان کې سم/ رهر راغونډېږي، که چېرې خپل اوج ټکي ته ورسېدل، ممکن ناروغ شو. دې لیکنه کې هغه اته نښې درښیو، چې د وجود زهري اوسېدلو ته نغوته کوي.
بد بویه ځان؛
هره ورځ سر مینځئ، خوشبو کاروئ؛ خو بیا مو هم ځان بد بوی ورکوي. زهرجن توکي وجود کې ګاز او بد بوی پیدا کوي، کله چې دغه ګازات او بد بویونه د پوستکي له سوریو بهر وځي، ځان مو بد بوی کوي.
ګنګسیت؛
که چېرې د شپې منظم او سم خوب کوئ؛ خو سهار پاڅېدو وروسته بیا هم خوبولي یاست، تمرکز نشئ کولای؛ نو ځان کې زهرجن مواد ټول شوي دي.
د مفصلونو/عضلاتو درد؛
که دروند ورزش مو نه وي کړی؛ خو عضلات او مفصلونه مو درد کوي، کېدای شي وجود کې مو زهر راغونډ شوي وي. د وجود التهابي کېدل یې هم لامل کېدای شي؛ خو که چېرې التهابي نه وي، سمي/ زهري کېدل یې لامل دی.
لکهيي پوستکی؛
پوستکی ډېر خېرنېږي. کوم ارایشي مواد/سینګار توکی چې کارول کېږي هم، پوستکی ته مضر دي. له دې دواړو سره ډېر سر او کار لرل، د ځوانکیو، لکو او نورو جلدي ستونزو لامل کېږي.
ویده کېدلای نشئ؛
زهرجن وجود له یوې خوا سړی ستړی کوي، له بلې خوا یې خوب خرابوي. د زهرو لوړه کچه په ځان کې کورتیزول هورمون ډېروي، خوب خرابوي.
چاغښت؛
څوربېدل/چاغېدل یې نښه ده. که چېرې منظم ورزش کوئ، فزیکي خوځښت لرئ؛ خو بیا مو هم وزن نه کنټرولېږي، ښايي هورمونونه مو ګډ وډ شوي وي. زهرجن توکي پر هغو هورمونونو باندې اغېز کولای شي، چې وزن کنټرولوي.
بد بویه خوله؛
کله چې مو ځیګر زهرجن مواد ټولولای او بهر کولای نشي، هضمي سیسټم له ستونزو سره مخ کېږي، خوله بد بوی پیدا کوي.
قبضیت؛
کله چې خواړه خورئ، یو څه نور مواد( رنګونه، ساتونکي مواد…) ورسره خوړل کېږي. هضمي سیسټم تر هضم سربېره له دې ډول توکو سره مبارزې ته اړ کېږي. د زهرجنو توکو ډېرېدل قبضیت پیدا کوي.