لیکنه: مهر تاج
د پاکستان ملي هوايي شرکت PIA د زوال پر لوري.
د PIA هوايې شرکت لومړی ځل ١٩٤٦ کال کې د “اورینت ایرلینس” په نامه خپل کار پیل کړ.
١٩٥٥ کې د پاکستان پوځ د دغه شرکت ټولي چاري لاس کې ونیولي.
د شرکت نوم یې د اورینت نه P..I.A یا
Pakistan International Airlines ته تغییر او د پاکستان ملي بیرغ رنګ او لوګو (نښه) یې ورکړله.
دا شرکت اوس مهال ٣٥ لويي جیټ مسافر وړونکي الوتکي لري، چې د نړۍ ٥١ هېوادونو ته منظمې مستقیمي الوتنې کوي. ګڼ شمېر وړې الوتکې هم لري چې کورنۍ الوتنې ترسره کوي، پاتي هېوادونو ته یې هم د نورو لویو شرکتونو په مرسته مسافر لېږل.
د PIA زوال ٢٠٢٠ کې پیل شو.
د نوموړي ایرلاینس درې الوتکې یو د بل پسې په کورنیو الوتنو کې رانسکوري شوي، چې په درې واړو پېښو کې پیلوټان ګرم وبلل شول.
د پاکستان پارلمان د ټولو پیلوټانو د اسنادو د کتلو امر وکړ، چې په دې هکله ژوري څیړنې پیل او پایله یې هم ډېره بدرنګه وه.
لومړي پړاو کې ١٦٥ پیلوټه له دندې ګوښه کړل شول، چې دا لړۍ تر ٢٨٠ پیلوټانو ورسیده. د دغو ټولو پیلوټانو اسناد او شهادت نامې یا بشپړ جعلي او یا نیمه جعلي وو. یعني د PIA پیلوټان اصلاً پیلوټان نه وو.
د دغه خبر د خپریدو وروسته، لمړی غبرګون د امریکا د الوتنو د مصونیت ادارې څرګند کړو او د PIA ټول چارتر یا باروړونکي پروازونه یې منع اعلان کړل، ورپسې بیا اروپایي اتحادیې د PIA ټولې الوتنې شپږمیاشتي منع اعلان کړي، وروسته دا کړنه / لړۍ نړیواله شوه.
د امریکا متحده ایالاتو هم پر خپله فیصله بیا غور وکړو، او د PIA ټولې الوتنې یې منع اعلان کړي، چې او سلسله نړیواله شوله، چې اوس مهال د نړۍ ١٨٨ هېوادونه د PIA الوتکي پر خپل آسمان کې نه غواړي، او په رسمي ټوګه یې منع اعلان کړي دي.
د پاکستان پوځ نوې کال ته سترګې پر لار دی، چې ګویا بندیزونه به سپک شي، او دوی دا هم وايي، چې موږ د پیلوټانو ستونزه حل کړي ده، او د جعلي اسنادو لرونکي پیلوټان مو هم له دندو ګوښه کړي دي.
خو د نړیوالو مطبوعاتو تبصرو نه داسي څرګندېږي، چې دا بندیزونه به لا هم پسي اوږده شي.
دا لومړی ځل دی، چې په نړۍ کې جعلي پیلوټان راښکاره کېږي یا په بله اصطلاح په هکله یې اورو.
یعني دا خبر نه یواځي خطرناکه ده، بلکې خورا بوږنوونکې هم ده، چې مسوول کسان څنګه یوه الوتکه یو داسې کس ته په اختیار/ لاس کې ورکوي، چې اصلاً د اړتیا وړ تعلیم او وړتیا یې ونه لري، هغه هم په داسې حال کې، چې د سلګونه کسانو د ژوند برخلیک په همدې هواباز یا پیلوټ پسي تړلي وي.
د تجربو له مخې دا ډول کړنې صرف د پاکستان په شان هېواد کې شونې دې او بس.