لیکنه: مهر تاج
د متحده ایالاتو ټاکنې چې څومره د متحده ایالاتو وګړو په دقیق ډول څیړلي په همدې انډول نوره نړۍ هم ورته ځیره وه.
د خلیج هېوادونو ټول تلویزیوني پروګرامونه په همدې لوري وو.
د امارتو، قطر ،او سعودي تلویزیونونو پر هره رایه تبصره کوله او تر ډیره د ډونالد ټرمپ خواخوږي ښکاریدل.
دغو کړنو اړ کړم، تر څو د نوموړو هېوادونو ګټې او تاوانونه له نظره تیر کړم.
کله چې “بارک اوباما” د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ؤ؛ سعودي عربستان یمن کې د حوثیانو پر وړاندي جګړه پیل کړله.
دا جګړه لمړیو کې د سعودي په یو څه بریا او پوره قوت سره پرمخ تلله، خو د بارک اوباما د حکومت په اوږدو کې دا جګړه بیا د متحده ایالاتو لخوا غلطه وبلل شوه او پر سعودي عربستان د مهماتو خرڅلاو بند کړلی شو، چې نړۍ کې هم دا جګړه لږه وغندل شوه.
د بارک اوبا ولسمشري ورستیو دوه کلنو کې چې اوسني بریالی نوماند جوبایډن یې مرستیال ولسمشر ؤ، پر سعودي عربستان بندیز ولګید، چې پر حوثیانو به هوايي بمبار نه کوي، ځکه چې د ملکي مرګ ژوبلې کچه ډېره لوړه وه.
د سپینې ماڼۍ په رهبرۍ کې د یمن د جګړې یو سرسخته مخالف همدا اوسنی بریالی نوماند جوبایډن ؤ.
د جوبایډن بریا او د ډونالډ ټرمپ ماته ځکه السعود کورنۍ ته دومره مهمه او حیاتي وه.
په ٢٠١٧ کې چې کله ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ننوتۀ، د سعودي عربستان سره یې ټولې اړیکې بیرته د سره ورغولي، ټرمپ خپل لمړی رسمي سفر د سعودي عربستانه پیل کړ، حتی تر دې، چې د سعودي ولیعهد او د ټرمپ د زوم تر منځ شخصي اړیکې ټینګې شوي.
سعودي په یمن کې بیرته آزاد لاس بیاموند، حتی تر دې چې، د سعودي استخبارتي شبکو په ترکیه کې عملیات وکړل. د ابن سعود کورنۍ یو سرسخته قلموال مخالف “خاشقجي” یې د سفارت دننه ووژلو او ټوټه ټوټه یې کړ،چې تر ننه یې مړی ورک شو،خو سپینې ماڼۍ پرې ځان کوڼ کړ.
متحده عربي امارات هم د حوثیانو پر وړاندي جګړه کې شریک دي او د امریکا هرې پریکړې ته وفاداره دي، چې پدې ورستیو کې د یمن د جګړې نه د با عزته وتلو هېله من ښکاري او د ډونالد ټرمپ سره یې دومره نږدي اړیکې درلودلي، چې د سپینې ماڼۍ د خوشالولو له پاره یې د اسرائیلو سره نوې اړیکې جوړې کړي، چې د دوی سره یې تجارتي او سیاسي تړونونه لاسلیک کړل.
قطر هم تل د متحده ایالاتو د سیاستونو او بدلونونو د تاثیر لاندې هېواد بلل کېږي.
په خلېج کې د امریکا تر ټولو لویه نظامي هډه په قطر هېواد کې پرته ده. متحده ایالات د عراق تر سوریه او تر افغانستانه خپل ټول نظامي هوايي عملیات د همدغه هډونه تنظیموي.
د قطر هېواد هم په ډېرو سیاسي موضوعاتو کې ښکیل هېواد بلل کیږي.
د مصر د ایخوان المسلیمن نه ملاتړ د افغانستان د طالبانو دفتر ته ځای ورکول.
د الجزیرې تلویزیون چلول، او داسي ډیری نورې سیاسي ناندري دي، چې قطر هېواد تل نړیوالو مطبوعاتو سرلیک ګرځوي. نو طبیعي ده، چې قطر هم د متحده ایالاتو کلک ملاتړ ته ځان محتاجه بولي.
د خلېج په پای کې پروت هېواد ایران دی.
په داسي حال کې چې د متحده ایالاتو سره سخته دښمني پالي، خو بیا هم د سپینې ماڼۍ هره پریکړه ایران ته د مرحم او یا خنجر حیثیت لري.
کله چې “بارک اوبا” ولسمشر ؤو او “جوبایډن” مرستیال ولسمشر ایران د خپل اټومي فعالیتونو په ترڅ کې اجازه ترلاسه کړله او اروپایې هېوادونو د امریکا په ګډون سره پر دې سند لاسلیک وکړ،« چې دوی کولي شي، چې د انرژی د تولید په مخه اټمي مواد تولید او زیرمه کړي.»
پر ایران لګیدلي بندیزونه یې مات کړل او ایران تقریباً عادي ژوند ته په ستنیدو شو، خو د ډونالډ ټرمپ د بریا نه ورسته د ټرمپ لخوا دا تفاهم په تاریخ د شرم تفاهم وبلل شو، او سمدلاسه پر ټپه ودرول شو، چې پر ایران ټول بندیزونه د سره پیل شول.
اوس مهال طبیعي ده، چې ایراني وګړي او د ایران حکومت د جوبایډن بریا ته خوشاله دي او ښو پریکړو ته سترګې پر لاره دي.