ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
خپهکۍ یا خپسه موږ ټول پېژنو. کله چې د شپې داسې یو حالت چاته پیدا شي چې ځان نشي ښورولی، ساه یې بندېږي، فکر کوي چې چغې وهي؛ خو غږ یې څوک نه اوري، لاس او پښې وهي؛ خو حرکت نشي کولی، دې ته خپهکۍ وايي.
دا یو وېرونکی او وحشتناک حالت دی چې نه څوک خبرې کولی شي، نه ځان خوځولی شي. د پوهانو په وینا دا د خوب او وېښدا تر منځ لیږدیز/انتقالي حالت دی چې وهم او وېره ورسره ملګرې وي.
په ۲۰۱۱م کې یوه څېړنه وشوه، ویې ښوده دا په خلکو عامه ده. ۳۵څېړنو په ډاګه کړې چې ډېری کسان په ژوند ۳۶۰۰۰ کرته ورسره مخ کېږي. پوهان وايي چې ۶/۷ سلنه انسانان دا هرومرو تجربه کوي. په دې حالت کې انسان ویده وي، داسې فکر کوي چې پر سینه څوک ناست دي، ساه بندېږي او خورا سخت وېرېږي. هغه کسان ډېر ورسره مخ کېږي چې اضطراب او ژور خپګان ولري.
څه وخت سړی خپهکۍ نیسي؟
کله چې انسان ویده کېږي، وجود یې کرار کرار ارامېږي. بیا په اسانۍ سره خبرې او حرکت نشي کولی. د خوب په بهیر کې مو ځان د ( آرايام/ د سترګو چټک خوځښت) او ( اینریم/ د سترګو ورو خوځښت) تر منځ ځای نیسي. کله چې (انریم) پای ته ورسي، ستاسو خوب ( ریم) ته رسېږي.
(ریم) ستاسو د خوب تر ټولو ژوره برخه ده، کله چې ماغزو تاسو پرېږدي روښانه او واضح خوبونه ووینئ. دغه وخت کې مو د ځان عضلات مړه کېږي یا غلي وي، څو تاسو د خوب لیدو وخت کې ونه خوځېږي. که تاسو تر (ریم) مخکې راویښ شئ، خپله سم خبر یاست؛ خو وجود به مو لا د (ریم) حالت کې وي. همدا دی چې تاسو په خپله خوښه ځان نشئ خوځولی.
انسان څو ډوله وهمونه کوي؟
درې ډوله:
۱-خپک کېدل: په دې ډول کې خلک فکر کوي، سینه یې سوځي، ساه یې بنده ده او نفس نشي ایستلی. دې وخت کې وجود د ( ریم) پړاو کې وي.
۲-بل ډول یې دا دی چې خلک بصري/ لیدونکی او اورېدونکی حس پیدا کوي. مانا ډېر کوچنی حرکت په خپل چاپېریال کې حسوي.
۳-یو هم نامعمولي کړنې دي چې په خوب کې یې کوي؛ لکه: الوتل، لامبو وهل، په هوا ګرځېدل….
لاملونه یې دا دي:
-ناسم خوب.
-اضطراب او سټرېس
-جنیټيک
-شا په تخته څملاستل.
-د ځانګړو درملو کارونه.
-نشهيي توکي کارول.
درملنه یا مخنیوی:
مخنیوی یې کېدی شي ستونزمن وي؛ ځکه وراثت پورې اړه لري او د خوب نورو ناورغیو پورې اړه لري؛ خو بیا ځينې لارې شته.
هڅه وکړئ چې ژوند مو مدیریت کړئ. ورزش وکړئ، سټرېس کم کړئ. سم خوب وکړئ. شا په تخته مه څملئ. هڅه وکړئ په څنګ ویده شئ. که غواړئ ژر له خپهکۍ راووځئ، لاس یا ګوته مو ورو ورو وخوځوئ او تمرکز پرې وکړئ. ترې ډارېږئ مه، د ډار مسله نه ده.