راپور: نسیمه محمدي
د افریقا بوتسوانا جمهوریت په یوه معدن کې، د نړۍ تر ټولو ستر الماس، چې وزن یې ۱قیراط دی، موندل شوی دی.
د اسپوتنیک د راپور په حواله، کاناډايي شرکت Lucara Diamond، د دغه معدن مشر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړې دی چې: “په ډېرې خوشحالۍ سرهد یوه بشپړ الماس، د بوتسوانا «کاروه» معدن کې، خبر ورکوو.”
ویل کېږي چې دغه قیمتي کانی د ۶۷۴۹۴۵ ملي متر د شفافیت لوړې درجې لرونکی دی. پر دې سربېره، دا کانی د درز لرونکو الماسو څخه دی، یانې په راتلونکې کې د ډیزاین کولو څخه وړاندې به، په دوه یا څو برخو وویشل شي.
د بلومبرک آژانس لیکلي، چې دا تيږه د نړۍ د پنځه سترو الماسو څخه ګڼل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې”کولینان” الماس د ۳.۱ قیراط وزن سره د نړۍ ټر لوی ستر الماس دی، چې په ۱۹۰۵م کې په سویلي افریقا کې وموندل شو. د دویم ستر الماس ځای د “Lesedi La Ron” کانی د ۱۱۰۹ قیراط وزن لري، چې په ۲۰۱۵م د “کاروه” په معدن کې پیدا شو. دغه کانی د ۵۳ میلیونه ډالرو په ارزښت په امریکا کې وپلورل شو.