د هندوستان د مشهوره «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په لړ کې د چینايي سوپر کینګز لوبډله د رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ شوه، چې پکې دواړو لوبدلو پر یو بل زړونه تش کړل.
په سیالۍ کې بنګلور لوبډلې په لمړۍ توپ وهنه کې د کرکټ په ډګر کې د بې رحمه توپ وهوونکي اي بي ډویلیرز په ۳۰ بالونو د ۶۸ او کوینټین ډیکوک په ۳۷ بالونو د ۵۳ برید کوونکو زیاتو منډو جوړولو سره د چینايي سوپر کینګز لوبډلې ته د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۲۰۶ منډو لوړ هدف وټاکلو.
په ځوابي لوبه کې چینايي سوپر کینګز لوبډله په پیل کې د اسټرالوي شین واټسن او ۳ نورو لوبغاړو په سوځیدو سره په ستونزو کې راګیر شوه، خو لوبډلمشر مهیندر سینګ ډوهني د اوپنر امبتي رایډو سره د بریدګرې توپ وهنې پيل وکړ او په سیالۍ کې یې د بنګلور مینه وال په سپین میدان پریښودل.
د چینايي سوپر کینګز لوبډلې په ګټه امبتي رایډو په ۵۳ بالونو ۸۲ او لوبډلمشر مهیندر سینګ ډوهني په ۳۴ بالونو د۷۰ ناسوځیدلو منډو جوړولو سره دغه لوبډله په سیالۍ کې سترې بریا ته ورسوله.
مهیندر سینګ ډوهني د چینايي لوبډلې لپاره په خپلې دغې چټکې توپ وهنې سره د زرګونو مینه والو زړونه خپل کړل، چې پکې چینايي لوبډلې ته بریا ورکړه، خو د بنګور مینه وال یې بیا وژړول.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د سیالۍ نندرارې په موخه، چې په سلګونو زره مینه وال د بنګلور لوبغالي ته ورغلي وو، د شپږیزو او څلوریزو پکې باران جوړ شو.
د بنګلور لوبډلې لخوا د لوبې په لمړي اننګز یا پآڼې کې ۱۶ شپږیزې او ۹ څلورېزې ووهل شوې، چې پکې تر ټول زیاتې ۸ شپږیزې ای بي ډیویلیرز او ۴ شپږیزې کوینټن ډیکوک ووهلې.
همدا راز د چینايي لوبډلې لخوا د لوبې د بیټینګ یا توپ وهنې په دویم اننګز کې ۱۷ شپږیزې او ۹ څلوریزې ووهل شوې، چې پکې تر ټولو زیاتې ۸ شپږیزې امبتي رایډو او ۷ شپږیزې مهیندر سینګ ډوهني ووهلې.
په ټولیز ډول په دې سیالۍ ۴۱۲ منډې جوړې شوې، چې پکې ۳۳ شپږیزې او ۱۸ څلوریزې شاملې وې، چې په دې سیالۍ سره د دواړو لوبډلو ترمنځ راتلونکې لوبې لا خوندورې کیدای شي، چې د لیدو په موخه به یې بې شمیره مینه وال انتظار وي.
د یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې په په دې بریا سره د چینايي سوپر کینګز لوبډله د جدول لمړۍ کرښې ته ورسیده، په ورپسې دویم مقام کې د پنجاب، دریم مقام کې سنرایزرز حیدر اباد، څلورم مقام کې کلکته نایټ رایډرز، پنځم ځای کې راجستان رایلز رایلز، شپږم ځای کې رایلز چیلینجرز بنګلور، اووم ځای کې ممبيي انډینز او وروستي اتم مقام کې د ډهلي لوبډله قرار لري.
د یادونې وړ ده، چې د سبا ورځ په بلې مهمې جالبې سیالۍ کې سنرایزرز حیدر اباد لوبډله د کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ شي، چې سیالي به د هندوستان پر وخت د شپې په ۸ او د افغانستان په وخت د ماښام په ۷ بجو سره د هندوستان په حیدر اباد کې پیل شي.
داوړه هغه لوبډلې دي، چې پکې ۳ افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل او راشد خان د حیدر اباد او ځوان مجیب ځدران د پنجاب لوډلې سره لوبیږي.