کورونا وایروس او د وینې لخته کېدل؛ لامل يې کشف شو

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ژباړه: نسیمه محمدي

د امریکا د مشیګان پوهنتون څېړونکو په خپله څېړنه کې، په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو د وینې د لخته کېدلو علت کشف کړ.
د اسپوتنیک په حواله، د مشیګان پوهنتون پوهانو په وروستیو کې، په وینه کې د بدن د ساتندویه سیسټم د انتي باډي په پېژندلو بریالي شوي، چې په حجرو برید کوي او په رګونو، عروقو او ډېرو کوچنیو(مایکروسکوپي) رګونو کې د وینې پړن کېدلو سبب کېږي.
په کورونا وایروس اخته ناروغانو کې ممکن د وینې ډېرې کوچنۍ لختې، په سږو کې د وینې جریان راکم او د اکسیجن تبادله کې ستونزه رامنځته کړي.
امریکايي پوهان غواړي څرګنده کړي، چې ساتندویه انتي باډي څنګه د دغه التهاب او لخته کېدلو، چې د ناروغانو وضعیت ډېر خرابوي، لامل شي.

په دغه څېړنه کې، څېړونکو وموندله د نیمايي کورونايي ناروغانو چې حالت یې خراب وو په بدن کې، د خطرناکو انتي باډیو او نوتروفیل فعال ترکیب شتون لري، چې دا موضوع د وینې د سپینو حجراتو د تخریب او له منځه تللو سبب کېږي.
د دغه څېړنې په ترڅ کې پوهانو له منځه تللي نوتروفیلونه او د کوويډ – ۱۹ انتي بادي په موږکانو کې وڅېړله. دوی وغوښتل چې معلومه کړي، آیا دا خطرناک ترکیب د وینې د لخته لېدلو له امله دی، که نه. د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ په فعال انتان اخته ناروغانو د پام وړ د وينې پړن کېدل په حیواناتو کې رامنځته کړي دي، چې دا تر اوسه د وینې لیدل شویو لخته کېدلو تر ټولو بد ډول دی. څېړونکو نوی میکانیزم کشف کړ، چې په کې ښودل کېږي په کوویډ -۱۹ ناروغۍ اخته کوم ناروغان ممکن د وینې په لخته کېدلو اخته شي.
که څه هم تر اوسه دا موندنې د بالیني آزمایښتونو لپاره چمتو نه دي، خو دا څېړنې وینې په کورونايي ناروغانو کې د لخته کېدلو او التهاب اړوند، نوي اندونه وړاندې کوي.