د مالېزیا دیني علماء: په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ژباړه: عایشه حیدري

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د مالیزیا د اسلامي وحدت نړيوالې غونډې په افغانستان کې د جګړې دوام او تاوتريخوالی غندلې دی او دغه جګړه یې غیر شرعي بللې ده.
د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د يوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې، د اسلامي نړۍ عالمانو او د نړيوالو اسلامي مرکزونو د فتواګانو په دوام، دا ځل د مالېزیا د اسلامي یوالي نړيوالې مجمع چې په دغه هېواد کې يوه معتبره اسلامي موسسه ده، په افغانستان کې یې د جګړې دوام غندلی دی او دغه جګړه یې ناروا بللې ده.
د مسلمانو علماوو د نړيوالې اتحاديې ریيس وایي چې په افغانستان کې جګړه شرعي جواز نه لري. دغه اسلامي بنسټ، په کوالالامپور کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفارت ته پیغام په استولو سره د خبرو اترو له لارې دغه بهیر او کړکېچ د حل غوښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت، د دوست هېواد مالیزیا د نړيوالې اسلامي مجمع د نظر، د اعلامیې د خپرولو او همدارنګه د سولې غوښتنې له هڅو مننه کوي او د تاوتريخوالي د کمښت او د ژر تر ژره اوربند چې د افغانستان د ټولو وګړو برحقه غوښتنه ده، د سولې په روانو خبرو اترو او په هېواد کې د تل پاتې سولې یو مهم او حیاتي چاره بولي.