راپور: عایشه حیدري
د قبرس دولت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د سوداګرۍ په بدل کې ترلاسه کېدونکي پاسپورټ د ورکړې پروژه بنده کړه. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د قبرس دولت د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه د سوداګرۍ په بدل کې د دغه هېواد د تابعیت ورکړې پروژه، چې د طلایي پاسپورټونو په نامه مشهوره وه، بنده کړه.
د دغې پروګرام په چوکاټ کې چې د ۲۰۱۳ څخه پیل شوی و، هغه کسان چې د دغه هېواد د تابعیت د ترلاسه کولو مینهوال ول، کولای شول چې د دوو میلیونو یورو پانګونې پر مټ او په دغه هېواد کې د کورونو اخیستلو په بدل کې د قبرس طلایي پاسپورټ ترلاسه کړي.
د دغې پروژې په چوکاټ کې، د ۸ میلیارډه یورو څخه زیاتې پیسې د دغه هېواد د سوداګرۍ په بودجې کې زیاتې شوې. او د دغه هېواد چارواکو نږدې څلور زره طلایي پاسپورټونه (صادره) کړل.
وړاندې تر دې د روان کال په اګسټ کې، الجزیره يو راپور خپور کړی و، دغه راپور کښلي وو چې د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني، ۲.۵ میلیون ډالره د قبرس د طلایي پاسپورټ د ترلاسه کولو په پار د قبرس دولت ته ورکړي دي.
د روان کال په اکټوبر کې د قبرس د مالیې او کورنیو چارو وزارتونو د سرغړونو او زیانمنوونکو پېښو د مخنیوي لپاره د دغه پروګرام د بندولو غوښتنه وکړه چې وروسته بیا د قبرس وزیرانو شورا هم د دغې غوښتنې ملاتړ وکړ.
د دغې پروژې د پاسپورټونو د صادرولو بهیر هغه وخت په بشپړ ډول بند شو کله چې د قطر (الجزیره) د ټلویزیوني شبکې له لوري یو څېړنیز فلم خپور شو، په دغه فلم کې داسې ښکارېده چې دغه پاسپورټونه ډېری هغو دولتي چارواکو ته چې په جرمونو تورن شوي دي صادرېږي.