د ګوګل عاید د ۲۰۲۰ په درېيم فصل کې له تمې ډېر لوړ شو

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه: عایشه حیدري

د الفابټ د مالي راپور پر بنسټ د ۲۰۲۰ کال په درېیم فصل او د کورونا د څپې په دوران کې ګوګل له تمې ډېر عایدات لاسته راوړي دي. د دغه راپور پر بنسټ اوس مهال د ګوګل او يوټيوب د اعلانونو عاید د پروسږ کال د همدې وخت په پرتله ۱۴ سلنه ډېر شوی دی.
د ۲۰۲۰ په درېیم فصل کې د یوټیوب اعلانونو تر ۵ ملیارډو ډېر عاید ترلاسه کړی.
داسې ښکاري چې ډېرو شرکتونو د هغو شرایطو له امله چې کورونا رامنځته کړي وو په بازار کې يې فعاله ونډه نه درلوده، او په تېر فصل کې يو ځل بیا عادي حالت ته را وګرځېدل چې لامل يې په یوټیوب کې د اعلانونو د خپرېدو له امله ډېر لګښت کول دي.
اوس مهال يوټيوب ۳۵ میلیونه وړيا اکونټونه او له ۳۰ میلیونو څخه زیات د پيسو په بدل کې اکونټونه لري. دا په داسې حال کې ده چې يوټيوب ټي وي اوس مهال له ۳ میلیونو څخه زیات پېرېدونکي او ګډونوال لري.
يوټيوب په دغه سرویس کې د ګډون حق د غبرګولي میاشتې کې له ۵۰ ډالرو څخه ۶۴.۹۹ ډالرو ته پورته کړ.
د ګوګل اجرايوي مدير، سانډرا پیچای له سوداګرو سره په غونډه کې اعلان وکړ، چې د سږني کال د درېيم فصل د اعلانونو له کچې څخه خوشاله یو. د ګوګل د اعلانونو برخه د سږ کال په درېیم فصل کې د ۳۷.۱ میلیارډ ډالرو ګټلو بريالۍ شوه.
دا په‌ داسې حال کې ده چې تېر کال همدا وخت د دغې برخې عاید ۳۴ میلیارډه ډالره راپور ورکړل شوی وو. همدارنګه د یوټیوب عایداتو هم د تېر کال له همدې وخت سره په پرتله ۳۰ سلنه ډېر شوی دی. ځکه چې تېر‌کال همدا وخت د یوټیوب عاید ۳.۸ ملیارډه ډالره وو.
ګوګل د روان کال په دویم فصل کې ښه عاېدات نه درلودل. او د لومړي ځل لپاره د دغه شرکت عاید له زیان سره مخ شو. د ګوګل بله برخه چې د هارډوېر او ګوګل‌پلې سټور خدمات پکې شامل دي، په تېر فصل کې نږدې ۵.۴ مليارډه ډالره عاید درلود. چې د تېر کال له همدې وخت سره په پرتله چې ۴ ملیارډه ډالره عاید وو، ډېر شوی دی.
وایمو او ویریلي هم نږدې ۱۷۸ میلیون ډالره عاید درلود په‌ حقیقت کې دغه دواړه برخې د ګوګل هغه برخې وې چې ګوګل ته یې پخوا کومه ګټه نه درلوده، همدارنګه د ګوګل cloud computing برخې هم په تېر فصل کې ۳.۴۴ میلیارډ ډالره عاید درلود چې د تېر کال  ۲.۳ میلیارده ډالره عاید په پرتله ډېر شوی دی.
د ګوګل‌لټون برخې عاید په تېر فصل کې ۲۶.۷ میلیارډ ډالره راپور شوی چې د تیر کال د همدې وخت ۲۴.۷ میلیارډ ډالري عايد سره په پرتله ډېر شوی دی.
د سانډرا پیچای د اعلان پر بنسټ، هره ورځ شاوخوا ۲۳۵ میلیون غونډې او د ۷.۵ میلیارډو څخه زیات ويډيويي اړیکې د Google Meet پلټفرم د ویډيو يي کنفرانس په واسطه ترسره کېږي.