فريد هوتک: ښځينه کريکټ لوبډله به د اسلامي او افغاني فرهنګ په رڼا کې مخته ځي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

خبريال: مدثر دعوت
د افغانستان کريکټ بورډ د ښځينوو کريکټ لوبډله جوړوي.
د کريکټ بورډ وياند محمد فريد هوتک د ياران سره په ځانګړې مرکه کې وويله چې په کابل کې د ښځينوو کريکټ ملي لوبډلې د جوړولو لپاره ۴۰ نجونو تمرينات پيل کړي.

هوتک وايي د ښځينه کريکټ ملي لوبډلې ټول مراحل به د اسلامي او افغاني فرهنګ او دودونو په رڼا کې ترسره کېږي.
ده همدارنګه وويله چې د يادو ۴۰ نجونو څخه به ۲۵ نجونې تر تمريناتو وروسته انتخابيږي او بيا به مرحله په مرحله مخته ځي.

د تېرو لسو کلونو را پدې خوا د ښځينه کريکټ د جوړېدو خبرې تودېږي او سړيږي خو فريد هوتک وايي چې دا ځل کريکټ بورډ ژمن دی چې ملي لوبډله به جوړوي او دا ډله به د نارينوو کريکټرانو په څېر د نړۍ په ګوټ،ګوټ کې د افغانستان ملي بيرغ رپوي.
دا به لومړی ځل وي چې اکثريت پښتنې نجونې په يو مشهور ورزش کې راڅرګندېږي پداسې حال کې چې افغانستان کې د ورزش په بيلابيلو برخو کې په لسګونه لوبډلې شتون لري.

د ښځينه کريکټ د جوړېدو سره ځينې اشخاص ندې موافق، ځيني يې د اسلام او افغان نوم ته د شرم په خاطر خو ځيني بيا په سياسي او عقدوي لحاظ پر کريکټ بورډ نيوکې کوي.
په عموم کې افغاني نجونو په پراخه کچه د کريکټ بورډ دې اقدام ته ښه راغلاست ويلی او خپل ملاتړ يې ورسره اعلان کړی.