بنګلهدېش کرکټ لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر محمدالله ریاد ویلي، چې زمونږ کرکټر (شکېب الحسن) ډېر ژر بنګله دېش ته راستون شي.
شکېب الحسن اوس د امریکا په متحده ایالاتو کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي.
نوموړی ۱۲ میاشتې وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا یو کلن بندیز سره مخ شوی و.
په هغه تور و، چې آی پي اېل کې یې د پنجاب لوبډلې پر وړاندې د مېچ فېکسېنګ په تړاو له یو نامعلوم شخص سره واټس پېغامونه تبادله کړي وو.
د بنګلهدېش کرکټ لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر محمد الله وایي:
“زموږ لوبغاړی یعنې شکېب الحسن بېرته راستنېږي، دا به ما خوښ کړي، مونږ پوهېږو چې شکېب الحسن د بنګله دېش لپاره د راتلونکو څو کلونو په خاطر غوره لوبغاړی دی، مونږ ټول د هغه راتګ ته لېواله یو، له هغه سره په وخت تېرولو سره به ښه احساس وکړو.”
تېره سپتمبر کې شکېب الحسن د لوبډلو له روزونکو محمد صلاح الدین او نظم العابدین فهیم تر څار لاندې څلور اوونۍ تمرینات ترسره کړل.
دا تمرینات هغه د بندو دروازو ترشاه د کرونا د وېرې له امله وکړل.
د بنګلهدېش دغه غوره الراونډر په داسې حال کې د بنګله دېش لوبډلې ته بېرته راستنېږي، چې دوی له سریلانکا سره راتلونکي کې لوبې لري.
له هغه وخته چې په شکېب الحسن بندیز لګېدلی، نو د خپلو هېوادوالو او مینوالو له سترګو پناه شوی دی.
محمد الله چې له شکېب سره ۱۳ کاله په نړیوال کرکټ کې تېر کړي دي، له شکېب هیله لري، چې یو ځل بیا به په زړه پورې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.
شکېب الحسن په داسې حال کې له لوبو ولاړ چې په یو ورځنیو لوبو کې لومړی نمبر الراونډر و او د ده په رخصتېدو سره افغان الراونډر محمد نبي عیسی خېل د جدول سرته ولاړ او لا هم په لومړي مقام کې دی.
۲۰۲۱ کې بنګله دېش له ویسټ انډیز سره لوبلړۍ لري، چې یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې لري.
شکېب الحسن او کرکټ
۱۹۸۷ کې د مارچ په ۱۴ مه د بنګله دېش په مګورا سیمه کې زېږېدلی دی او اوس ۳۳ کاله عمر لري.
شکېب په ۲۰۰۶ کې د بنګله دېش ملي لوبډلې ته راغی، لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ۲۰۰۶ کې د زِمبابوې خلاف کړې او وروستۍ شل اوریزه نړیواله لوبه یې ۲۰۱۹ کې د بنګله دېش خلاف وکړه.
په ۷۶ شل اوریزو لوبو کې یې ۱۵۶۷ منډې کړي او یوه لوبه کې یې ۸۴ لوړې دي.
۹ یې پنځوسیزې وهلي دي. په شل اوریزو لوبو کې یې ۹۲ وېکټې هم اخیستي.
په ۲۰۶ یو ورځنیو لوبو کې یې ۶۳۲۳ منډې جوړې کړي دي، ۹ سلیزې او ۴۷ یې پنځوسیزې وهلي دي.
په همدې لوبو کې یې ۲۶۰ وېکټې هم ترلاسه کړي دي.
۵۶ ټېسټ لوبو کې یې ۳۸۶۲ منډې کړي، یوه لوبه کې یې ۲۱۷ لوړې منډې دي.
پنځه سلیزې، ۲۴ پنځوسیزې او یو ځل یې غبرګه سلیزه وهلې ده.
په ټېسټ کرکټ لوبو کې یې ۲۱۰ ویکټې ترلاسه کړي دي.