ولې میلاد النبي نمانځو؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه او راټولوونه: عبدالوهاب مومند

ځینې مسلمانان د میلاد نبي نمانځل او یاد غونډه عذاب ګڼي، چې داسې قاطع پرېکړه سم کار نه دی، بلکې په همدې نمانځغونډو کې خرافات او منکرات ناروا بلل کېږي او کوم شرعي حکم نه لري.
د الله تعالی په نعمتونو باندې فکر کول یو ستر او شرعي عمل ګڼل کېږي، چې پاداش به یې ډېره نیکي ولري.
رښتونی مسلمان هغه دی چې د الله ج په بنده‌ګي کې او د رسول الله (ص) لاره خپل د ژوند تګلاره وګڼي او پر هغه باندې عمل وکاندي. دا چې د میلاد نبي نمانځل څه حکم لري، ښاغلی ډاکټر یوسف قرضاوي د دې په اړوند داسې تبصره کوي:

په دې ورځو کې د میلاد النبي صلی الله علیه وسلم تر سرلیک لاندې محفلونه او غونډې جوړېږي چې موږ ته د منلو وړ دي او د مسلمانانو لپاره یې ګټور بولو، موږ پوهېږو چې صحابؤ رضوان الله علیهم اجمعین د میلاد او د هجرت او نورې ورځې نه نمانځلې، ځکه هغوی هر څه په خپلو سترګو لیدل او هر څه یې د پېغمبر علیه السلام سره یو ځای ژوندي ساتل، پېغمبر علیه السلام د هغوی په ذهن او ضمیر کې د تل لپاره ژوندی ؤ او هېڅکله ېې له زړه نه ایسته.
لکه چې سعد بن ابي وقاص رض فرمایي: (موږ د پیغمبر علیه السلام سیرت د خپلو اولادونو په ذهنونو کې د قران کریم د حفظ په څېر ژوندی ساتو)
دې خلکو به تل خپلو اولادونو ته کیسې کولې چې په بدر، خندق، احد، خیبر او نورو کې به څه پېښېدل؟ دې ته اړتیا نه وه چې په کال کې یوه ورځ د پېغمبر علیه السلام سیرت به د هغه د کلېزې په مناسبت بیان کړي.
له دې وروسته د هېريدلو وخت را ورسیده خلکو دا ډول پېښې هېرې کړې او افتخارات یې له یاده ووتل نو اوس اړتیا لیدل کېده چې د پیغمبر علیه السلام د وخت یادونه او پېښې بیا ژوندۍ شي، دا سمه ده چې ځینې بدعتونه شته چې هغه زموږ لخوا هم د منلو وړ نه دي خو موږ میلاد النبي د دې لپاره نمانځو چې وګړي د پېغمبر علیه السلام د سیرت له حقایقو او محمدي پيغام سره اشنا کړو، زه چې د میلاد النبي نمانځغونډه کوم، په حقیقت کې د یوه اسماني پیغام لمانځنه کوم

د ښاغلي ډاکټر قرضاوي د تبصرې ترڅنګ دا چې ځینې مسلمانان د میلاد نبي نمانځل بدعت ګڼي، دا کوم شرعي حکم نه لري، نو لازمه ګڼل کېږي چې د شرعي حکم پر اساس د میلاد نبي یادوونه او نمانځل غونډه باید ترسره شي او د دې غونډو حکمیت پر دې کې دی چې د خوږ پیغمبر سیرت، صورت او هجرت له موږ مسلمانانو څخه هېر نه شي.
محــمد د ګمـراهانو رهنـما دی
محمد دی د ړندو د لاس عصا
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.