راشدخان په یوه نوې او تازه مرکه کې ویلي، چې مخکې به موږ له افغانستان څخه انګلستان، اسټرالیا او یا هم د نړۍ نورو هېوادونو ته تللو، نو افغانستان چا نه پېژانده او دې چارې به زه ډېره مایوسه کولم.
د هغه په خبره افغانان به خلکو په نورو نومونو یادول او پېژندل، چې دې سلوک به موږ خپه کولو.
نوموړی وایي هغه افغانان چې له هېواد څخه بهر په نورو هېوادونو کې اوسېدل، په مختلفو نومونو یادېدل او خلکو به د نفرت په سترګه کتل.
د راشدخان په ټکو دوی چې اوس وایي چې د افغانستان دي؛ نو سملاسي ورڅخه د لوبغاړي د نوم پوښتنه کوي.
خان زیاتوي کله چې دوی په اسټرالیا کې له خلکو سره مخ کېږي او خبرې کوي، نو دوی اوس پوهېږي، چې افغانان څوک دي.
نړیوال اوس له افغانستان سره مینه کوي او له افغانانو سره مینه کوي.
راشدخان وایي دا چاره ما ډېر خوش باوره کوي او وایو چې مونږ د افغانستان لپاره یو څه کړي دي، چې اوس یې خلک پېژني.
له کرکټ سره د راشدخان مینه څنګه پېدا شوه؟
راشدخان په یوه تازه مرکه کې چې د حیدراباد لوبډلې په فیسبوک پاڼه خپره شوې ویلي، چې ده به په کوچنیتوب کې کرکټ په تلویزیون کې کوت، نو کرکټ سره یې مینه پېدا شوه.
دی وایي له توپ اچونې سره یې هیڅ علاقه نه وه او توپ وهنه یې خوښېدله.
لومړیو کې د کورنۍ اجازه نه وه، چې کرکټ دې وکړم؛ دا زما لپاره ډېره ستونزمنه وه، چې بهر مې له ملګرو سره کرکټ نه شوای کولای؛ خو وروسته، وروسته مې اجازه ترلاسه کړه.
خان وایي کله یې چې لومړۍ لوبه کوله اوس یې هم یادېږي، چې ژوبل شو او له لاسونو یې وینه بهېدله.
نوموړی زیاتوي، چې ویرېدلم، هسې نه کورنۍ مې بیا له لوبو ایسار کړي، دوه یا درې اوونۍ یې هیچا ته د ژوبلېدو حل نه وایه.
زما د کورنۍ خوښه دا وه، چې زه دې زیاته مطالعه وکړم او ډاکټر شم؛ ما هم غوښتل چې ډاکټر شم.
راشدخان وايي، کورنۍ د کرکټ اجازه نه ورکوله؛ خو ورونو مې راسره ملاتړ وکړ، د کرکټ ټول سامان یې راته واخېست.
افغان کرکټ ستوری زیاتوي، د کرکټ توکي به مې په پټه له کور څخه وړل، وراره به یې ورته د کور له شا دروازې بېټ او د کرکټ بېګ ور وړل.
له دې وروسته یې کرکټ کلب کې داخله وکړه، له کرکټ زده کړې وروسته یې په یو کورني کرکټ لیګ کې داخله وکړه.
بیا د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره عرېضه وکړه، بیا په همدې لوبډله کې تر شاملېدو وروسته یې، دوه بهرونه سفرونه وکړل او ښه وځلېد.
راشدخان خپله کیسه غځوي، له نولس کلنو لوبډلو له لوبو لږه موده وروسته اې یا الف لوبډلې ته ولاړ؛ خو په دې لوبډله کې د کومې لوبې د کولو موقع ورنه کړل شوه.
له لوبډلې وغورځول شو، له مایوسۍ یې غوښتل چې کرکټ پرېږدي؛ مشر ورور یې غوسه و، ویل یې چې کرکټ پرېږدي او بېرته مطالعې ته ستون شي.
د ورونو ترمنځ لانجه کې یې مور سوله وکړه او راشدخان ته یې د کرکټ اجازه ورکړه.
راشدخان کاږي، چې ده په یو کورني کرکټ لیګ کې په ۳ لوبو کې ۲۱ وېکټې واخېستې.
۲۰۱۵ کال کې د راشدخان د بخت ستوری بیداره شو، په ملي لوبډله کې شامل شو، د پاکستان خلاف لوبه کې یې ګډون وکړ او دا لوبه یې کورنۍ په ژوندۍ بڼه په تلویزیون لیدله.
د پاکستان ۱۹ کرکټ لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ نړیواله لوبه کې ۶۴ منډې وکړې، له دې لوبه وروسته یې د کورنۍ ډېر ملاتړ ترلاسه کړ.
د ویسټ انډیز پر وړاندې ۴ توپونه او ۴ وېکټې
راشدخان په خپلو لومړیو لوبو کې د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبه کې په ۴ توپونو ۴ وېکټې په پرله پسې ډول واخېستې.
په همدې لوبه کې یې ۷ وېکټې ترلاسه کړې او د ویسټ انډیز لوبډلې د توپوهنې ملا یې ماته کړه.
په سي پي اېل کې ۲۰۱۷ کې یې لومړی هېټرېک وکړ، دا او دې ته ورته نورې خاطرې یې کرکټ کې په زړه دي.
راشدخان په اسټرالیا لیګ کې ډېرې وېکټې واخېستې، د انګلستان لیګ، لس اوریزلیګ، بنګله دېش لیګ، افغانستان لیګ او د هندوستان په سترو سوداګریزو لیګونو کې یې وېکټې واخېستې او د نړۍ مشهور توپوهونکي یې مایوسه له لوبغالي په اوټولو سره رخصت کړل.
نو راشدخان په ډېر ستونزمن حالت کې کرکټ ته راغلی او په خورا ډېرو خواریو تر دې ځایه رارسېدلی دی.
اوس یې د نړۍ په کچه خلک د یو ستوري افغان په توګه پېژني او د نړۍ د خلکو په خوله یې نوم زمزمه کېږي.
دا غږ افغان ګوګلي ماسټر راشدخان!