نوي اقدامات؛ د فرانسې پر وړاندي د مسلمانانو سخت غبرګونونه دوام لري

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

خبریال: فضل الله فضلي
په نړۍ کي مسلمانانو د فرانسې هیواد او ددې هیواد د ولسمشر ایمانویل مکرون پر وړاندي تند غبرګونونه ښودلي او په نویو اقداماتو کي یې د فرانسوي توکو د پرېکون لوی کمپاینونه په لاره اچولي دي.
مکرون د هغه ښوونکي د وژلو په غبرګون کي چي د محمد(ص) کارټونونه یې ښودل، د کارټون ملاتړ کړی او د نوموړي ښوونکي وژل یې سخت غندلي دي.

د نوموړي په ځواب کي له تېري جمعې ورځي راهسي د مسلمانانو تند غبرګونونو، لاریونونو او د فرانسې پر وړاندي منفي تبلیغاتو زور اخیستئ دئ.
له برېتانوي مسلمانانو، کویټ، قطر، فلسطین، مصر، الجزایر، اردن، سعودي عربستان او ترکيې وروسته په پاکستان، ایران او تازه بنګله دېش کي د فرانسې پر وړاندي مسلمانانو ږغ پورته کړی او د مکرون خبري یې غندلي دي.
د ترکيې ولسمشر اردوغان مکرون لیونی بللی او په ترکیه کي د فرانسوي توکو پر استعمال بندیزونه لګولي دي.
Erdogan and Macron clash over Turkish leader's comments on Muslims in  France - CNN
بلخوا ایران بیا په دې هیواد کي د فرانسې سفیر راغوښتلی او احضار کړئ دئ.
په بنګله دېش کي بیا زرګونو لاریون کوونکو د فرانسې پر خلاف شعارونه ورکړي او فرانسه یې د اسلام د دین پر وړاندي پر بد چلند غندلې ده.

سعودي عرب حکومت بیا د فرانسې لخوا د اسلام سره د ترهګړۍ تړون خبري غندلي دي.
د نړۍ په لر او بر کي مسلمانانو او اسلامپالو ډلو د محمد(ص) د سره د میني په خاطر په ټولنیزو رسنیو کي ځانګړي شعارونه کارولي او د فرانسې خلاف یې ږغ پورته کړی.
همداراز مسلمانانو د فرانسوي توکو سره پرېکون اعلان کړی او د ټولو مسلمانانو څخه یې غوښتي چي له فرانسې سره اړیکي پرېکړي او له تولیداتو څخه یې ډډه وکړي.
مسلمانان په ټولنیزو رسنیو کي لاندي شعارونه خپروي:
#Boycott_France_Products
#Boycott_France
#We_Love_Mohammad_ﷺ
#We_Follow_Mohammad_ﷺ
#We_Are_Ummah_of_Mohammad
#We_Hate_France_government
#Love_Prophet_Muhammad_SAW
#My_Prophet_My_Honour
#La_Ilaha_Illallahu_Muhammadur_Rasulullah
 
بلخوا بیا په هند کي د فرانسې په ملاتړ ږغ پورته سوی.
ډېرو هندیانو بیا په خواله رسنیو کي د فرانسې په ملاتړ شعارونه ورکړي او د مسلمانانو کړني یې غندلي دي.
همداراز د فرانسې حکومت په اسلامي هیوادونو کي پر خپلو اتباعو ږغ کړی، چي د مسلمانانو پر وړاندي دي د ځواب ویلو پر مهال پام کوي.
بلخوا افغان حکومت د فرانسې او د دې هیواد د ولسمشر مکرون پر وړاندي لاهم کوم غبرګون په رسمي ډول نه دئ ښودلی.
د رواني اکټوبر میاشتي پر ۱۶ نېټه د جمعې په ورځ د سمویل فاټې په نامه یو ۴۷ کلن ښوونکی، چي په ښوونځی کي د محمد (ص) د کارټون په اړه خبري کولې، د یوه مسلمان ځوان لخوا ووژل سو.

پر هغه برید د ۱۸ کلن عبدالله وکړ او د چاقو په واسطه یې سر ځني غوڅ کړ.
لدې پېښي وروسته په فرانسه کي د ښوونکو سخت غبرګونونه را وپارېدل او بلاخره یې ولسمشر مکرون د فاټې د کارټون ملاتړ وکړ.