خبریال: فضل الله فضلي
په نړۍ کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي لاهم په چټکۍ سره پورته کیږي او اوس مهال د ورځنیو مثبتو پېښو شمېر تر ۴ لکو اوښتی دئ.
تراوسه په ټوله نړۍ کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر تر ۴۳،۱ مېلیونو اوښتئ دئ.
په ټوله کي تر اوسه تر ۱،۱ مېلیونو پوري کسان ځني مړه سوي او تر نږدې ۲۹ مېلیونو تنه ځني روغ سوي دي.
تېره ورځ تر ۴۰ زرو پوري مثبتي پېښي ثبت سوي وې او نن هم (تراوسه) تر یو لک ډېري پېښي ثبت سوي دي.
امریکا لاهم د نړۍ لومړی هیواد دئ، چي د کرونا وبا مثبتي پېښي ډېري ۸،۶ مېلیونه لري او مړیني یې تر ۲۳۰ زرو اوښتي.
هند دوهم هیواد دئ، چي نږدې ۸ مېلیونه مثبتي لري او مړیني یې ۱۲۰ زرو ته رسېدلي دي.
ورپسې برازیل دئ، چي تر ۵ مېلیونو یې مثبتي پېښي ډېري سوي او ۵،۳ مېلیونه دي او مړیني یې تر نو ټولو ځپل سوو هیوادونو ډېري لږ ۲۶ زره دي.
د تېري ورځي په ۴۰۰ زرو نویو پېښو کي ۲۰۰ زره په اروپا کي ثبت سوي دي.
اروپا کي د ویروس مثبتي پېښي بیا ډېري سوي او تر ټولو ډېري ۵۲ زره پېښي په فرانسه کي ثبت سوي دي.
په فرانسه کي یو ځل بیا د حکومت لخوا نوي بندیزونه پیل سوي دي.
له اروپا وروسته ډېري پېښي د امریکا په لویه وچه هیوادونو کي ثبت سوي، چي شمېر یې ۱۰۸ زرو ته رسیږي.
وروسته په آسیا کي بیا تر ۸۵ زرو پوري پېښي ثبت سوي دي.
بلخوا نن په افغانستان کي د ۱۰۴ مثبتو پېښو او ۳ مړینو خبر ورکول سوئ دئ.
مړیني ۳ په هرات او یوه کابل او مثبتي پېښي ۱۹ کابل، ۴۱ هرات، ۹ کندهار، ۷ تخار، ۷ کندز، ۲ نیمروز، ۱۷ غزني او یوه یوه هم په زابل او ارزګان ولایتونو کي ثبت سوې ده.
لاهم په نړۍ کي د کرونا ویروس منل سوی او تجربه سوی واکسین نه دئ جوړ سوی.