ګلوتن او د روغتیا لپاره یې ګټه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

ګلوټن ډېری له غنمو او هغه خواړه چې له غنمو جوړېږي اړیکه لري، چې کولای شي د تغذیې لپاره مقوي منبع وي.
البته رسانې داسې ښکاروي چې دا رژیم سالمه غلي له ځانه سره نه لري.
۲۰۱۷م کې په ۱۰۰۰۰۰ کسانو باندې څېړنې وشوې چې هېڅ ډول د خېټې ناروغي یې نه درلودله، دومره ډیر وخت کې څېړونکو د ګلوتن د مصرف او زړه د ناروغۍ ترمنځ هېڅ اړیکه ونه موندله او کېدای د ګلوتن په نه مصرف روغو کسانو د زړه ناروغي پیدا شي، پایله کې ګلوتن په معمولي شرایطو کې پوره ګټور دي.
څېړنو جوته کړې کوم کسان چې له غلاتو څخه پوره ګټه اخلي د هغو کسانو په مقایسه چې کم غلات مصرفوي، د زړه ضربان یې کم او د زړه ټولې ناروغۍ ۲ ډول دیابت و د مرګ ژوبلې ټول نور لاملونه په هغوی کې کم دي.
ګلوتن همدارنګه د پروبیوتیک په ډول عمل کوي چې د ګټورې باکتريا د ودې لامل کېږي.

ګلوتن ډېر پروتین لرونکی دی

هغه کسان چې په یوه وخت ډوډۍ کې له ګلوتن لرونکو موادو ګټه پورته کوي ۵۰ سلنه د وجود پورتین یې تأمین چې تقریباً ۲۶ ګرامه کېږي. دا ماده د پورتین پر درلودو ډېر کم غوړ لري او تریباً غوړ یې دوه ګرامه دي.

د اوسپنې لرونکې ده

ګلوتن د اوسپنې لرونکې چې کچه یې په خوړو کې متفاوته ده، مثلاً د ګیلاس څلورمه برخه د غنمو اوړه ۹ سلنه یې اوسپنه ده، یانې تقریباً د کس ۳.۶ ګرامه وسپنه له دې لارې تأمین کیدای شي چې د وجود شل سلنه اړتیا یې پوره کوي.
کله د ګلوتن موجودیت په یوه ستونزه بدلېږي او جانبي عوارض به ولري؟
هغه وخت ګلوتن خطرناکه شي چې د کس لپاره جانبي اغېز ولري. خلک په بېلابېلو ډولونو له دې مادې سره غبرګون ښيي او ځینې وخت د خلکو وجود هغه د زهرو په توګه پېژني او دفاعي دستګاه یې فعالوي او ځینې وخت ځینې کسان د ګلوتن په خوړلو التهاب پیدا کوي، د دې پروتین جانبي اغېز کېدای شي خفیف، متوسط یا شدید وي.
هغه کسان چې د خېټې ناروغي لري، معوملاً د درملنې لپاره د نه ګلوتن لرونکي رژیم څخه ګټه اخلي چې دا رژیم ډېر سخت دی.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.