د هند د کورني لیګ  جالبه سیالي؛ویرات کوهلي د ډوهني مقابله کې   

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

 

د هندوستان د کورني کرکټ په مشهوره «IPL» سوداګریزو سیالیو کې نن دوه پیاوړې لوبډلې د چینايي سوپر کینګز  او رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ کیږي.

 د دواړو لوبډلو سیالۍ ته هر کال بې شمیره مینه وال په انتظار وي، ځکه چې په دغه لیګ کې تر ټولو پیاوړې لوبډلې دي او پکې نړیوال بریدګر توپ وهونکي هم شامل دي.

 له بل پلوه دغه دواړه لوبډلې ځکه ډیر مینه وال لري، چې د چینایي سوپر کینګز لوبډلې لوبډلمشري د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې د تاریخ کامیاب ترین لوبډلمشر مهیندر سینګ ډوهني او د رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې د کپتانۍ دنده په نړیوال کرکټ کې مشهور او په اوسني کرکټ راج کوونکی ویرات کوهلي ترسره کوي.

همدا راز د چینايي سوپر کینګز لوبډله کې د اسټرالوۍ کرکټ ملي لوبډلې د مشهوره پخواني بریدګر اوپنر شین واټسن ترڅنګ، هندی سریش راینا، ویسټ انډیز ډیرن براوو، افریقايي فاف ډوپلیسیس او نور مشهوره لوبغاړي شتون لري، چې هر یو په نړیوال کرکټ کې ځانګړی ځای او مینه وال لري.

 

د بنګلور لوبډله کې د ویرات کوهلي ترڅنګ د کرکټ بې رحمه توپ وهوونکي افریقايي ای بي ډیویلیرز، نیوزیلنډی برینډن مکلم، چټک توپ وهونکي کوینټن ډیکوک، ډواین براوو او نور لوبغاړي شامل دي، چې د هر یو لوبغاړي د لوبې کولو څخه مینه وال ځانګړی خوند اخلي.

 

د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي به د هندوستان پر وخت د شپې ۸ بجې او د افغانستان پر وخت د ماښام په ۷ بجو سره د هندوستان په بنګلور کې پیل شي.

 د نن ورځ سیالي د چینايي په نسبت د بنګلور لوبډلې ته زیاته مهمه ده، ځکه چې تر دې مهاله د بنګلور لوبډلې د ۵ لوبو څخه یوازې په یوه لوبه کې بریا خپله کړې ده او د جدول په شپږمه کرښه کې ځای لري، خو چینايي لوبډلې د ۵ لوبو څخه په ۴ لوبو کې بریاوې خپلې کړې دي او د پنجاب لوبډلې وروسته د جدول په دویمه کرښه ځای لري او که په ننۍ لوبه کې بریا خپله کړي، نو لمړي مقام ته به ورسیږي.