پنجاب په مهمه لوبه کې حيدر اباد ته ماته ورکړه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

خبريال: مدثر دعوت
د ای پي ايل سياليو په لړ کې پنجاب د ۱۲ منډو په توپير حيدر اباد ته ماته ورکړه.
اوس د ای پي ايل هغه پړاو لوبې پيل سوي چې د هرې لوبې ګټل يې د لوبډلو لپاره ډېر مهم دي.، ځکه ممبی،ډهلي او بنګلور هڅه کوي ځان د جدول په سر کي راولي خو پنجاب، حيدراباد او راجستان غواړي په غوره څلورو لوبډلو کې ځانونه راولي، همدارنګه کلکته بيا کوښښ کوي چې پر خپل څلورم مقام پاته وي.
د ای پي ايل ۴۳مه لوبه کې سنرايزر حيدراباد د لوبې پچه وګټله او کينګز ايليون پنجاب ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د پنجاب لپاره پوران ۳۲، راهول ۲۷ او کريس ګېل ۲۰ منډې وکړې.
fb img 1603591978451107183626067861088 پنجاب په مهمه لوبه کې حيدر اباد ته ماته ورکړه
په توپ اچوونه کې د حيدراباد لپاره راشدخان،سنديپ شرما او جېسن هولډر دوې دوې ويکټې واخيستلې.
که څه هم د ۱۲۷ منډو هدف ډېر لږ وو خو د پنجاب توپ اچوونکو يې ښه دفاع وکړله.
د حيدراباد لپاره ډېويډ وارنر ۳۵، ويجی شنکر ۲۶ او بيړسټو ۱۹ منډي وکړې.
د پنجاب لپاره ارشديپ سينګ او کريس جوردن درې درې ويکټي واخيستې،همدارنګه محمدشمې، مورګن اشوين او بيشنو يوه يوه ويکټه واخيستله.
fb img 16035919676055021860891388602264 پنجاب په مهمه لوبه کې حيدر اباد ته ماته ورکړه
لوبه پنجاب د ۱۲ منډو په توپير سره وګټله او د لوبې د غوره لوبغاړي جائزه کريس جوردن ته ورکړل سوه.
پدې بريا سره د پنجاب چانس دويم پړاو ته زيات سو خو حيدراباد به يوازي په بخت سره غوره څلورو لوبډلو کې ځای نيسي.
img 20201025 0702002500517349309262364 پنجاب په مهمه لوبه کې حيدر اباد ته ماته ورکړه
پنجاب ۵ لوبې ګټلي او د جدول په پنځم ځای کي قرار لري او حيدراباد د ۴ لوبو په ګټلو سره شپږم ته کښته سو.