د سريلانکا کريکټ ليګ د افغان لوبغاړو په شتون کې يوه مياشت وروسته پيليږي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

خبريال: مدثر دعوت
د سريلانکا کريکټ ليګ د راتلونکې نومبر مياشتې په ۲۲مه نېټه پيليږي.
د سريلانکا کريکټ ليګ چې د لانکا په نامه يادېږي، ډېر کلونه ورباندې بحث کېدی چې بلاخره یې د پيلېدو نېټه مالومه سوه.
img 20201023 0825454657237810287988935 د سريلانکا کريکټ ليګ د افغان لوبغاړو په شتون کې يوه مياشت وروسته پيليږي
دې ليګ کې ۵ لوبډلې دي او ۲ افغان لوبغاړې هم پکښې اخيستل سويدي.
img 20201023 0836053691338554606681857 د سريلانکا کريکټ ليګ د افغان لوبغاړو په شتون کې يوه مياشت وروسته پيليږي
نوين الحق به د کنډي تسکرز لوبډلې او حضرت الله ځاځی به د ګلي ګلاډياټورز لوبډلې لپاره ولوبېږي.
د کريس ګېل،ډېويډ ملان،کولن انګرام،انډري رسل ،شاهد افريد او ډیويډ ميلر په څېر نور ستر لوبغاړې هم پدې ليګ کې اخيستل سوي.
fb img 16034249673742724787695794795886 د سريلانکا کريکټ ليګ د افغان لوبغاړو په شتون کې يوه مياشت وروسته پيليږي
دا لوبې چې د پيل مراسم يې د اکتوبر په ۲۱مه نېټه د سريلانکا په کولمبو ښار کې ترسره کېږي لومړنۍ دوې لوبې به يې د نومبر په ۲۲مه ترسره سي.
img 20201023 0833082882945417556441338 د سريلانکا کريکټ ليګ د افغان لوبغاړو په شتون کې يوه مياشت وروسته پيليږي
دا لوبې چې په لومړي پړاو کې به يې ۱۹ لوبې ترسره سي د ډسمبر په ۱۴مه نېټه پايته رسيږي،چې هره ورځ به دوې لوبې د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر ۰۲:۰۰ او ماښام پر ۰۶:۳۰ بجې ترسره کېږي.