محمد نبي او راشد خان د حیدر اباد بریا کې ستر رول ولوبو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

 
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړو الراونډر محمد نبي عیسی خیل او په لیټل ګوګلي ماسټر مشهور راشد خان د هندوستان د کورني کرکټ «IPL»۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې لپاره سخته لوبه اسانه کړه او په سیالۍ کې ممبيي لوبډله د بریا څخه ناهیلې کړه.
د یولسم پړاو «IPL»۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په ۲۳ مه لوبه کې د ممبيي انډینز لوبډله د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې سره په سیالۍ کې محامخ شوه، چې پکې افغان لوبغاړي الراونډر محمد نبي عیسی خیل ته د لمړي خل لپاره د لوبیدو موقع ورکړل شوه.

په سیالۍ کې حیدر اباد لوبډله په لمړۍ توپ وهنه کې د ستونزو سره مخامخ شوه، خو د لوبډلمشر کیین ویلیمسن، یوسف پټان ۲۹، منیش پانډي ۱۶ او محمد نبي عیسی خیل ۱۴ منډو حیدر اباد لوبډله په ۱۱۸ منډو ته ورسوله او مببيي لوبډلې ته یې د ۱۱۹ منډو هدف ورکړ.
ممبيي لوبډله د ۱۱۹ اسانه منډو هدف ته په رسیدو کې د پرلپسې لوبغاړو په سوځیدو سره په ستونزو کې مخامخ شوه او په سیالۍ کې یې د ۳۱ منډو په توپیر سره ماته وخوړه.

په سیالۍ کې محمد نبي عیسی خیل د حیدر اباد لوبډلې لپاره د سندیپ شرما سره یو ځای د ممبيي لوبډلې خلاف د پیل توپ اچونې ته غوره شو، چې په خپلو دوه لمړیو اورونو کې یې د ۱۱ منډو په ورکولو سره یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د محمد نبي وروسته راشد خان د توپ اچونې لپاره غوره شو، چې د ۴ اورنو په ترسره کولو سره یې د ۱۱ منډو په ورکولو سره د ویسټ انډیزي کیرن پولارډ او سوریا کمار یادو ویکټې ترلاسه کړې.
همد راز راشد خان په ننۍ لوبه کې د هاردیک پاڼدیا خلاف په مهم وخت کې خپل وروستی اور میډن یا بې د کومې منډې ورکولو څخه پای ته ورسوو او په همدغه ښې کارکردګۍ سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د دواړو افغان لوبغاړو په بهترینه لوبې سره د حیدر اباد لوبډلې د «IPL» سیالیو په روان یولسم پړاو لوبو کې دریمه بریا خپله کړه او د جدول دریمې کرښې ته ورسیده.
تر دې مهاله د «IPL» سیالیو په روان یولسم پړوا کې پنجاب لوبډله د ۶ سیالیو څخه په ۴ لوبو کې د بریا خپلولو سره د جدول په لمړۍ کرښه کې ځای لري.
په دویم مقام کې د چینايي سوپر کینګز، دریم یمقام کې سنرایزرز حیدر اباد، څلورم مقام کې کلکته نایټ رایډرز، پنځم ځای کې راجستان رایلز رایلز، شپږم ځای کې رایلز چیلینجرز بنګلور، اووم ځای کې ممبيي انډینز او وروستي اتم مقام کې د ډهلي لوبډله قرار لري.

د سبا ورځې په جالبه سیالۍ کې به دوه پیاوړې او د ډیرو مینه والو د خوښې چینايي سوپر کینګز لوبډله د پخواني هندي کپتان مهیندر سینګ ډوهني او رایلز چیلنجرز بنګلور لوبډله د اوسني هندي کپتان ویرات کوهلي په لوبډلمشرۍ کې یو بل سره مخامخ شي.