د پنجاب بريا،او مخکښو لوبډلو ته يې خبرداری

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

خبريال: مدثر دعوت
پنجاب لوبډلې ډهلي کاپيټالز ته په ۵ ويکټو ماته ورکړه.
د ای پي ايل په ۳۸مه لوبه کې ډهلي د لوبې پچه وګټله او پنجاب ته يې د توپ اچوونې بلنه ورکړه.
د ډهلي لپاره شيکر داون سليزه ووهله او ورپسې شرياس اير ۱۴ منډې وکړې،په ۵ ويکټو يې ۱۶۵ منډې هدف وټاکی.
img 20201020 2312502789667831552423939 د پنجاب بريا،او مخکښو لوبډلو ته يې خبرداری
د پنجاب لپاره محمدشمې ۲، نيشم،مورګن اشوين او مکسويل يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ۱۶۵ منډو هدف پنجاب لوبډلې د پوران ۵۳، مکسويل ۳۲، او کريس ګېل په ۲۹ منډو سره پوره کړ.
img 20201020 2313045012850271349200292 د پنجاب بريا،او مخکښو لوبډلو ته يې خبرداری
د ډهلي لپاره ربادا ۲، اشوين او پټېل يوه يوه ويکټه واخيسته.
د لوبې غوره لوبغاړې جائزه شيکر داون ته ورکړل سوه.
ډهلي،ممبی،بنګلور او کلکته په يو بل پسې د جدول په سر کې قرار لري.
پنجاب خپلې درې وروستۍ لوبې ګټلي، او هغه درې واړه لوبو کې يې تر ټولو قوي لوبډلو، بنګلور ،ممبی او ډهلي ته ماتې ورکړي.
img 20201020 2303063679022511160221596 scaled د پنجاب بريا،او مخکښو لوبډلو ته يې خبرداری
که پنجاب همداسې روانه وي او خپلي راتلونکې درې لوبې د حيدر اباد ، کلکتې، او راجستان څخه وګټي نو ټاپ څلورو ټېمونو ته ځي او دويم پړاو به لوبوي،چې دا وخت بيا د کلکتې ياهم بنګلور چانس تر پنجاب کمېږي.
fb img 16032219695177809872409274044714 د پنجاب بريا،او مخکښو لوبډلو ته يې خبرداری
سبا ماښام شپږ نيمي بجې د کلکتې او بنګلور لوبه ده.