لیکنه: محمدصابر حمیدي
د سریلانکا هیواد د کرکټ کورنیو تجارتي سیالیو ته د لوبغاړو رانیولو پروسه روانه ده، چې تر دې دمه پکې دوه افغان لوبغاړي بیلابیلو لوبډلو ځانته اخیستي دي.
دا دوه افغان لوبغاړي حضرتالله ځاځی او نوینالحق دي، چې حضرتالله ځاځی ګېلي ګلډیټرز لوبډلې او نوینالحق بیا کینډي ټوسکرز لوبډلې واخیست.
د دې دوو تنو لوبغاړو خبر د سریلانکا کرکټ بورډ پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې تایید کړی.
#LPL Player draft – Team Summary #LPLT20 pic.twitter.com/JQe2JO3hx7
— Sri Lanka Cricket 🇱🇰 (@OfficialSLC) October 19, 2020
د سریلانکا کورني کرکټ لپاره د بولي مراسم په انلاین ډول روان دي، چې ځیني پړاونه یې راتلونکو وختونو کې ترسره کیږي.
دا چې د دې لیګ بولۍ لپاره ګڼ شمېر افغان لوبغاړي لیست شوي، نو اټکل هم کیږي، چې زیات افغان لوبغاړي به واخیستل شي.
د سریلانکا لیګ
د سریلانکا د کرکټ کورنۍ تجارتي سیالۍ(لانکا کرکټ لیګ) د راتلونکې نوومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه پيلیږي او د ډیسمبر میاشتې تر ۱۳مې نېټې پورې به دوام وکړي.
په دې لیګ کې پنځه لوبډلې کولومبو، کینډي، ګېلي، ډمبولا او جعفنا شاملې دي.
د سریلانکا کرکټ بورډ وايي د لیګ ټولې لوبې به په دریو بېلابیلو لوبغالو کې ترسره شي.