عمرګل له کرکټ سره مخه ښه وکړه

رنګین تجريدي ډیزاین

پاکستاني چټک بالر عمرګل د اکټوبر په ۱۶ مه د جمعې پر ورځ له هر ډول کرکټ سره خدای پاماني اعلان کړه.
نوموړی په ۲۰۰۳ کې د پاکستان کرکټ لوبډلې ته راغی، د چټکې توپ اچونې او یارکرو توپونو په ترسره کولو سره یې ژر شهرت وموند.
عمرګل تر ۲۰۱۶ پورې د پاکستان په لوبډله له مطرحو لوبغاړو بلل کېده او د غوره توپ اچونې سربېره یې کله، کله خطرناکه توپوهنه هم کوله.
هغه د جمعې په ورځ وروسته له هغې کرکټ سره مخه ښه وکړه، چې د پاکستان په ملي شل اوریزو لوبو کې د هغه اړوند لوبډله بلوچستان په حذف کوونکې لوبه کې د جنوبي پنجاب پر وړاندې ماته شوه او له سیالیو بهر شوه.

عمرګل او کرکټ یې

عمرګل په ۱۹۸۴ کې د اپرېل په ۱۴مه د خیبرپښتونخوا په پېښور ښارکې زېږېدلی او اوسمهال ۳۶ کاله عمر لري.
د پاکستان لپاره یې په ۴۷ ټېسټ لوبو کې توپ اچونه کړې، چې ۵۵۵۳ منډې یې ورکړي او ۱۶۳ یې وېکټې یې ترلاسه کړي او یوه لوبه کې یې په ۳۵ منډو ورکولو سره ۶ وېکټې اخېستل غوره توپ اچونه ده.
۱۳۰ یو ورځنیو لوبو کې یې توپ اچونه کړې، ۵۲۵۵ منډې یې ورکړي او ۱۷۹ وېکټې یې اخیستي دي.
په یوه لوبه کې یې په ۴۲ منډو ورکولو سره ۶ وېکټې اخېستل یې غوره توپ اچونه ده.
۶۰ شل اوریزې لوبې یې کړي دي، چې ۱۲۰۳ منډې یې ورکړي، ۸۵ وېکټې یې اخیستي او د ۶ منډو په ورکولو سره یې ۵ وېکټې  اخېستل یې بهترینه توپ اچونه ده.
آی پي اېل کې یې ۶ لوبې کړي او ۱۲ وېکټې یې اخیستي دي.
کله چې عمرګل خپله استعفا وړاندې کوله، له خپلې کورنۍ، روزونکو او لوبډلې له ټولو غړو مننه وکړه.
هغه په ۲۰۰۷ نړیوال جام کې د پاکستان لپاره مخکښ توپ اچوونکی و او په ۲۰۰۹ کال کې نړیوال جام کې هم دې برخه کې مخکښ و.
په ۲۰۰۹ کې د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې لومړی نمبر توپ اچوونکی و.
د نیوزیلېنډ پر وړاندې یې ۲۰۰۷ نړیوال جام یوه لوبه کې ۶ منډې ورکړې او ۵ وېکټې یې واخېستې.
نوموړی په دې چارې سره د نړۍ د توپ اچونې غوره څېره هم شوه.
۲۰۰۲ کې یې د نیوزیلېنډ پر وړاندې ۱۹ کلنو لوبډله کې لوبېدلې و.
۱۲۵ یې فرسټ کلاس  لوبې کړي، ۲۱۳ یې لېسټ ای لوبې کړي او ۱۶۷ یې شل اوریزې لوبې په ټول کرکټ کېرېئرکې کړي دي او ټولې یې ۹۸۷ وېکټې ترلاسه کړي دي.