- لیکنه: بریان لین
- ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل –
فیسبوک د لومړي ځل لپاره ماشومانو ته (هغه ماشومان چې عمرونه یې له ۶ څخه تر ۱۲ وي) د پیغام استولو یو نوی مسینجر جوړوي.
دا لومړی ځل دی، چې فیسبوک د دیارلس کلنۍ څخه ټیټ عمره ماشومانو ته خپل خدمات وړاندې کوي. د ټولنیزو رسنیو په ډګر کې، دغې سترې ټولنیزې رسنۍ یو اپلکیشن پیل کړی، چې پر مټ به یې ماشومان وکولی شي د فیسبوک له لارې پیغامونه سره تبادله کړي.
دغه وړیا خدمت د ماشومانو مسینجر (Messenger Kids) په نوم یادیږي، چې باید د ماشومانو د مور پلار له لوري د ماشومانو په ګرځنده ټیلفونونو کې فعال شي. وروسته له فعالیدلو، مور پلار کولی شي چې د خپل فیسبوک اکاونټ په څير خپل ماشوم ته هم فیسبوک اکاونټ جوړ کړي. وړاندې له دې چې ماشوم یې له خلکو سره د خپل فیسبوک له لارې په اړیکه کې شي، مور پلار باید د خپل ماشوم د فیسبوک اکاونټ ټولې د ملګرتیا بلنې قبولې کړي او یاهم د خپل د ماشوم ملګرو ته د ملګرتیا بلنې ورولیږي.
د ماشومانو له مسینجر (Messenger Kids) څخه یوازې هغه ماشومانو ګټه اخیستی شي، چې عمرونه یې د (۶-۱۲) ترمنځ وي او اوسمهال دغه اپلکیشن یوازې او یوازې د امریکې په متحده ایالاتو کې شته.
تر دې دمه دغه اپلکیشن یوازې د اپل (IOS) عامل سیسټم لپاره جوړ شوی دی، چې په بریښنايي سکرین لرونکو وسیلو لکه، ایپډ (iPad)، ایفون (iPhone) او ایپوډ (iPod) کې ترې ګټه اخیستل کیږي. همدارنګه، په راتلونکي کې به نورو بریښنایي وسایلو ته هم جوړ شي.
د دغه اپلکیشن له لارې ماشومان کولی شي، چې انځورونه، ویډیوګانې او پیغامونه واستوي؛ غږیز پیغامونه او ځینې نور مسایل به په نیږدې راتلونکي کې وراضافه شي.
همداراز، فیسبوک له (۱۳) کلنۍ کم عمره ماشومانو ته دا اجازه نه ورکوي، چې پخپله خپل ځان ته فیسبوک اکاونټ جوړ کړي. د متخصصینو په وینا، که څه هم ښایي تر دې دمه به په ملیونونو ماشومانو په پټه یا غیرې قانوني توګه خپل ځان ته فیسبوک اکاونټونه جوړ کړي وي.
فیسبوک زیاتوي، دغه اپلیکیشن د دې په موخه جوړ شوی چې د ماشومانو د پیغام لیږلو اړتیا پوره کړي او والدینو ته یې دا اجازه ورکړي، چې په خپلو ماشومانو بشپړ کنټرول ولري. همداراز، دغه کمپنۍ په دې باور ده چې دغه نوی اپکیشن به د ماشومانو د ساعتیرۍ لپاره خوندي حل لار وي ترڅو له خپلو ملګرو او د کورنۍ له غړو سره په ډاډه توګه خبرې اترې وکړي او د خطر احساس ونکړي.
همدارنګه، د فیسبوک کمپنۍ داهم ویلي، چې دوی لومړۍ له زرګونو والدینو او د ماشومانو د لویولو له متخصصینو سره د دغه اپلکیشن د جوړولو په اړه خبرې کړي او وروسته بیا لاس په کار شوي دي.
د پیغام لیږلو په دغه اپلکیشن سره ماشومان او یاهم د هغوی مور پلار کولی شي په هر وخت کې هر راز ګواښوونکی نمبر بلاک کړي. همدارنګه، دوی داهم کولی شي هر ډول ګواښوونکی او یاهم ناغوښتی پیغام ریپورټ کړي. کله چې یو ماشوم یو څه ریپورټ کوي، نو مور پلار به یې هم ترې خبریږي. پیغامونه د ماشومانو له لوري نه شي پټیدلی.
د فیسبوک کمپنۍ داهم زیاته کړې، چې دغه د پیغام لیږلو مسینجر نه سوداګریز اعلانونه خپروي او نه هم د بازار موندنې اړوند مسایل راغونډوي. د امریکا د متحده ایالاتو د ماشوم د حقونو د ساتلو ادارې په دغه اپلکیشن کې د سوداګریزو اعلانونو او پرلیکه خدمتونو خپرول منع کړي او پرته د ماشوم د مور یا پلار څخه، بل څوک حق نه لري چې د دغو خدمتونو انتخاب روښانه کړي.
دغې کمپنۍ داهم ویلي، چې ترڅو یو ماشوم دیارلس کلنۍ ته نه وي رسیدلی، نو په غیر ارادي (اټوماټیک) ډول به دی عادي فیسبوک مسینجر او یاهم فیسبوک ته ورداخل نه شي.
خو بل خوا بیا ځینو خلکو د دغه اپلکیشن په جوړیدو اندیښنه ښودلې او د دغه خدمت د وړاندې کولو ترشا یې د فیسبوک د رښتینې ارادې غوښتنه کړې.
د غیر انتفاعي ګروپ (ټولییز شعور) مشر جیمز سټیېر (James Steyer)، چې هدف یې د ماشومانو لپاره د خوندي ټیکنالوژۍ او رسنۍ برخې پراختیا ده، ویلي دي: “د ماشومانو د پیغام لیږلو په مسینجر باندې د میندو او پلرونو کنټرول یوه ښه او پرځای نظریه ده.”
د فیسبوک کمپنۍ په یوې خبر پاڼې کې ویلي، د ډیجیټلي ډیموکراسۍ مرکز، په نوي مسینجر کې د فیسبوک “خوندي دیوال” ته ورته نوښت ستایلی دی او د فیسبوک دغه نوښت د دې څرګندويي کوي، چې فیسبوک غواړي د مسوولیت منونکو او مخ پر ودې شرکتونو په چارو کې چې د صنعتي ښودلیکو اساس تشکیلوي، د مشرۍ رول ادا کړي.
خو فیسبوک پر خپله خبر پاڼه کې داهم زیاته کړې، چې د ماشومانو پر رواني او رسنیزه وده د دا ډول ټیکنالوژي د اغیز د پوهیدو لپاره لا هم وختي دی. دوی له میندو او پلرونو، ښوونکو او د فیسبوک د کمپنۍ له چارواکو غوښتي چې د دا ډول خدمتونو کلک څار دې وکړي او که اړتیا لیدل کیږي، نو په اپلکیشن کې د بدلون او یاهم د ځینو شیانو د اضافه کیدلو وړاندیز دې وکړي.