د شیدو تر ټولو مهمې ځانګړنې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

کلسیم، چې د هډوکو او غاښونو په جوړښت کې بنټیز رول لوبوي، د شیدو له مهمه جوړښتونو څخه دي. فاسفر چې د وجود ډیرو واکنشونو او د بافتونو په ترمیم او وده کې دخالت لري، د شیدو د املاح په منځ کې موجود دي. همدارنګه پتاشیم او سودیم هم د شیدو په څښلو لاسته راځي.

شیدې د سالمو غاښونو، نوکانو او ویښتو لپاره اړینې دي. دا څښاک د دې لپاره چې په ډېره کچه کلسیم لري، که له ويټامین ډي سره یوځای مصرف شي د هډوکو، غاښونو او ویښتو د ودې لامل کېږي، همدارنګه د ویښتو له تویدو څخه مخنیویکوي.

د کلسیم موجودیت له ویټامین اې، پتاشیم او بي ویتامینو له خاندان سره د ویښتو له نرموالي او نازکېدو څخه مخنیوی کوي او د هغوی د ځلېدلو لامل کېږي.

مطالعاتو دا جوته کړې، که شیدې په ورځنۍ کچه له مېوه‌جاتو او سبزیجاتو سره مصرف شي، په مشرانو او ماشومانو کې د وینې له جګ فشار څخه مخنیوی کوي. داسې ډېرې څېړنې شته چې د دې خبرې ښکارندویي کوي چې شیدې او لبنیات د زړه او عروقي نارغیو په اندازه کې کمښت راولي.

هغه نارینه چې نظر نورو کسانو ته ډېرې شیدې مصرفوي، ډېر کم د زړه په ناروغیو اخته کېږي. همدارنګه د کم چربه شیدو (د هغو شیدو چې غوړ کم وي) څښل د دې لپاره چې ډېر کلسیم لري، په وینه کې د بد کلسترول کچه کموي او د ښه کلسترول کچه ډېروي.

د ټولو خلکو د تصور پر خلاف لیدل شوي، هغه کسان چې له کم چربه شیدو څخه ګټه اخلي له نورو څخه ډنګر(لاغر) دي. تاسو کولای شئ د کم چربه شیدو په څښلو د خپلې کالوري کچه په کنټرول کې ولري، چې له چاغښت په ځانګړي ډول د خېټې له پیدایښت څخه مخنیوی وشي. د ځوانۍ او ماشومتوب مرحله په جسماني او رواني روغتیا کې ډېره مهمه مرحله ده، دې دوره او یا هم د ژوند په نورو مرحلو کې له لبنیاتو څخه ګټه اخیستل د خوړو د ښه رژیم د درلودو ښکارندویي کوي.

سربېره پر دي څېړنې ښیي هغه ماشومان چې په ورځنۍ کچه شیدې مصرفوي نظر هغو ماشومانو ته چې د شیدو څښل یې نه خوښېږي، ډېر زیرک او هوښیار دي.

له شیدو سره د سرطان مقابلې یا جنګ ته ورشئ، داسې ډیرې څیړني شته چې ښيي شیدې د سرطان مخنیوی کوي. د سینې او غټې کولمې د سرطان په مخنیوي کې د شیدو اغیز په اثبات رسېدلی. د سوئدي دانشمندانو د څېړنو پر اساس، هغه نارینه چې په ورځني توګه ۵.۱ ګیلاسه شیدې څښې، ۳۵ سلنه یې د غټې کولمې په سرطان د ککړېدو کچه کمېږي.

د شیدو مصرف په ځوانۍ او ماشومتوب کې د کلکو او مثبوتو هډوکو د درلودو لامل کېږي او د هډوکو له ضعف یا پوکي څخه مخنیوی کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.