لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ننګرهار د بهسودو کرکټ لوبغالی د نجیب ترهکي په نوم ونومول شو.
افغان کرکټ بورډ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلې، د بورډ مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، دا چې نجیب ترکی د ټولو هېوادوالو لپاره د یوه اتل مقام لري او همېشه یې د خپل هېواد بیرغ ځلولی؛ د ننګرهار د بهسودو کرکټ لوبغالی د هغه په نوم ونومول شو.
یاده خبرپاڼه کې د کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي ویلې، نجیب ترهکی د هیواد یوه ستره پانګه وه او مړیني یې موږ ټوله غمجن کړو.
هغه ویلي:
«له شک پرته نجیب ترهکی د غوره اخلاقو خاوند او د هېواد یوه ستره پانګه وه چې په مړینې سره یې موږ ټول د غم پر ټغر کېنولو، د هغه یاد به تل له موږ سره ژوندی پاتې شي او روح ته به یې دعاوې کوو.»
د بورډ رییس ویلې، ملې لوبغاړو د هیواد بیرغ تل د نړۍ په ډګرونو کې رپانده ساتلی، چې له ډلې یې نجیب ترهکی هم یو له هغو لوبغاړو و، چې د افغانستان د نوم لوړ ساتلو لپاره یې تل هلې ځلې کړې دي او د دوی د هلو ځلو پر مټ موږ خپلو هېوادوالو ته ویاړونه او خوښۍ ورکړې دي.
یوسفزي زیاته کړه:
«موږ باید د نوموړي د قربانیو او هلو ځلو پر قدر پوه شو چې له امله یې نن غواړم د ننګرهار ولایت د بهسودو کرکټ لوبغالی د یاد ملي اتل په نوم ونوموم چې له دې وروسته به د ملي ستوري نجیب الله ترهکي په نوم یادیږي.»
نجیبالله ترهکی کرکټ لوبغالی
افغان کرکټ بورډ ویلې، چې د نجیبالله ترهکي کرکټ لوبغالي د لومړي پړاو چارې د بشپړېدو په حال کې دي، چې ډېر ژر به یې دویم او ورپسې د درېم پړاو رغنیزې چارې هم په معیاري او ښه توګه پيل شي.
د نجیبالله ترهکي مړینه
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ۲۹ کلن لوبغاړی نجیبالله ترهکی د تیرې جمعې په ورځ جلالاباد ښار کې په ترافیکي پېښه کې سخت ټپي شوی و او وړمه ورځ سهار وختي یې د ننګرهار په یو روغتون کې ساه ورکړه.
جنازه یې د سې شنبې په ورځ جلال اباد ښار کې ادا او د سره رود ولسوالۍ په هجرت کلي کې خاورو ته وسپارل شوه.
د کرېکټ د دغه لوبغاړي په مړینه په افغانستان کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه او خواخوږي څرګنده شوه.