خبريال: مدثر دعوت
د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې لومړنی کوچ او بنسټ ګر تاج ملوک عالم وايي د نجیب ترکي سره يقيناً زياتي وسو.
نجيب الله ترکی چې د روانې اکتوبر په دويمه نېټه د ټکر له امله سخت ژوبل سو د دوشنبې په ماښام يې ساه ورکړه او د سې شنبې په ورځ ننګرهار کې په خپله پلرنۍ هديره کې ښخ کړل سو.
د نجيب ترکې په مرګ د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ، افغان سياسيونو،کريکټرانو ،پيژندل سويو څېرو او عامو خلکو وير وکړ.
تاج ملوک عالم چې د ارواښاد نجيب د کوما حالت څخه بيا تر دفن کېدو پورې ورسره وو لاهم د شپې تر ناوخته خوب نه ورځي، د نجيب په حق کې ورته ظلم يادېږي او د کريکټ بورډ ناغېړۍ يې ارام ته نه پرېږدي .
تاج ملوک عالم پرخپل فیسبوک اکاونټ ليکي:
“نجیب ترکی لومړی سفر په ۲۰۱۰ کال کی ما سره اماراتو ته په الف لوبډله کی کړی وه لس کلو کی یی ملی لوبډلی کی زیات چانسونه تر لاسه نکړل زیاتی یقینا ورسره وشو خو په ډومیسټک کرکټ کی یی نوم درلوده او هر بالر ورنه خار خوړ همدا وجه ده چی ډیر مشهور وه په فرسټ کلاس یو لوبه کی یی ۱۳ شپږیزی وهلی وی باونسر وهلو کی ښه مهارت درلوده ایرلنډ باندی په شل اوریزه لوبه کی ۹۰ او په زیمبابوی الف لوبډلی باندی سلیزه یی بهترین اننګزونه وه په فرسټ کی افغانستان کی تر ټولی زیاتی منډی او شل اوریزه لوبو سپیشلسټ وه.
په مرګ ټول افغانستان ډیر زیات خفه شو ځکه کابل کی هم تکلیف پری تیر شو او دلته جلال اباد کی هم زه دا لیکنه همدا محال د شپی دولس بجی دی کوم او خوب می تښتیدلی ده خو څه وکړو مرګ یو تریخ حقیقت ده او نجیب بختور وه چی دومره دعاګانی یی نصیب شوی الله تعالی دی ورته جنت الفردوس نصیب کړی پس ماننده ګانو ته جمیل صبر او مونږ ټولو نیکیو توفیق. امین”