ډهوني ته د عرفان پټان تاريخي پېغور

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

خبريال: مدثر دعوت
مهندراسينګ ډهوني ته عرفان پټان پېغور ورکړی او هربجن سينګ هم تائيد کړی.
مهندراسينګ ډهوني د ۲۰۲۰ز د اګسټ په ۱۵مه نېټه د ۳۹ کلونو په عمر د نړيوال کريکټ څخه تقاعد اعلان کړ .
په روان هندوستان پرېمرلېګ کې د چينای سوپرکينګز لوبډلې د څلور لوبو څخه درې بايللي چې نړيوال مبصرين يې پړه پر ډهوني اچوي.
د راجستان او ډهلي په وړاندې لوبه کې ډهوني مبارزه وکړه چې لوبه وګټي خو د حيدر اباد په وړاندې يې مينوالو هغه څه وليده چې توقع يې نه کېدله.
ډهوني د هر توپ د لوبولو سره ستړی مالومېدی،او څو ځلې ورته ډاګتر راغی.

ده د لوبې تر بايللو وروسته وويل چې نه يې سول کولای هر توپ ولوبوي،هڅه مې کوله چې تېزه لوبه وکړم خو ويکټ ورو وه.
په هر صورت،پرون عرفان پټان پر خپل رسمي ټويټر اکاونټ ټويټ وکړ چې هدف يې يوازي ډهوني وو او داسي ښکاري چې د ملي لوبډلې څخه د عرفان پټان لېري کول د ډهوني په ملاتړ سوي وه.
پټان ليکي: ” عمر د ځينو لپاره يو عدد دی خو د ځينو لپاره د حذف کېدلو دليل دی”


د چينای سوپر کينګز لوبغاړي هربجن سينګ د عرفان پټان په هدف پوه سوی او ټويټ يې ريټويټ کړی او ورسره لېکلي يې دي ” ۱۰۰۰۰۰۰۰ ستا سره موافق يم


هربجن سينګ د سرېش رينا سره يوځای په سږکال ای پي ايل کې د شخصي ستونزو له کبله ندی لوبېدلی او عرفان پټان چې د ډهوني ملاتړی دی خو د ډهوني د ځينو پرېکړو خلاف دی او غندي يې.
ولي ډهوني ته پېغور
عرفان پټان په ۲۰۱۲ز کې د سريلانکا په وړاندې نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ۲۹ منډي وکړې او ۵ ويکټي يې ترلاسه کړې چې د لوبې د غوره لوبغاړي جائزه يې هم تر لاسه کړه.
خو تر دې لوبې وروسته بيا پټان د سليکشن کمېټې له لورې انتخاب نسو او دا يې وروستۍ لوبه سوه.
عرفان دا مهال د ۲۷ کلونو وو،چې ډهوني يې لوبډلمشر وو،او دده په لېري کولو کې د ډهوني مستقيم لاس وو.

په همدې ټويټ کې ډهوني ته د نوموړي پيغور همدا وو چې دی يې په ۲۷ کلنۍ کې له نړيوال کريکټ څخه د عمر په خاطر لېري کړ او ډهوني پخپله چې د هر توپ وروسته ارام او درملو ته اړتيا لري لاهم په ۳۹ کلنۍ کې لوبېږي.
عرفان په خپلو وروستيو لسو یو ورځنيو لوبو کې په ۳۸،۳ اوسط سره توپوهنه کړې او ۱۹ ويکټي يې اخيستي.
عرفان پټان د هندوستان کريکټ ملي لوبډلې غوره الراونډر وو،په ۱۲۰ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې ۱۵۴۴ منډې کړي او ۱۷۳ ويکټي لري.