د نجيب ترکي د روغتيا په اړه د کريکټ بورډ ډاډ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

خبريال: مدثر دعوت
د افغانستان کريکټ بورډ عمومي رئيس فرهان يوسفزی وايي د ملي لوبغاړي نجيب الله ترکي د روغتيا لپاره يې هر ډول امکانات برابر کړي.
نجيب الله ترکی چې پرون په يوې ترافيکي پيښه کې سخت ټپي سوی وو او تر کوما حالت پورې رسېدلی وو په اړه يې يوسفزی پر خپل رسمي فیسبوک اکاونټ ليکي:
“د ملي لوبډلې پياوړی لوبغاړی نجیب تره‌‌کی پرون په یوه ترافیکي پېښه کې ژور ټپي شوی چې له عملیاتو وروسته یې وضعيت لا هم وخيم دی.
د افغانستان کرکټ بوړد له اړوندو ادارو سره په همغږۍ په ټول توان سره کوشش کړی چې ټولې اړوندې طبي مرستې او اسانتياوې پر وخت ور ورسوي. د نجيب تره‌‌کی د روغتيايي حالت په اړه د روغتيا وزارت سره همغږي شوې او يو مسلکي ټيم د څو ډاکټرانو او مجهز ايمبولانس سره ننګرهار ته رسيدلی. د افغانستان کرکټ بورډ د نجيب تره‌‌کی، مرکز او يا له هيواد څخه بهر ته د انتقال ټولې اسانتياوې رامنځته کړې، کله چې نجيب ترکی د انتقال جوګه شي نو هغه به د نور علاج لپاره غوره ځای ته يوړل شي.
نن سهار د افغانستان کرکټ بورډ کارکوونکو او یو شمېر لوبغاړو د نوموړي د بشپړې روغتیا لپاره دعا وکړه، ترڅو خدای تعالی تره‌‌کی ته بشپړه او عاجله روغتیا ورپه برخه کړي.
له خپلو ټولو درنو هېوادوالو هم هیله کوم چې د نجیب تره کي د کاملې روغتیا لپاره دعاء وکړي.