راشدخان د حیدراباد لوبډلې لپاره یوځل بیا غوره تمام شو؛ هغه په وروستیو دوو لوبو کې خپله غوره کارکرده ګي وښوده او خپل پخوانی برم یې بیا راژوندی کړ.
د ډیلي کپېټلز لوبډلې پر وړاندې یې د آی پي اېل په تاریخ کې غوره توپ اچونه وکړه او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
هغه په څلورو اورونوکې ۱۴ منډې ورکړې، ۳ وېکټې یې واخېستې او په ۳ اعشاریه ۵۰ ایکانومي یې توپ اچونه وکړه.
له دې وړاندې لوبه کې یې د ۲۵ منډو په ورکړې سره یوه وېکټ ترلاسه کړې وه.
تېره شپه د اکټوبر په ۲ یمه یې که څه هم وېکټ ترلاسه نشوه کړای؛ خو ایکانومي یې تر ټولو غوره وه، په هر اوور کې یې یواځې درې منډې ورکړې وې، چې په دوه توپونو یوه منډه راځي.
روان آی پي اېل او د راشدخان ایکانومي
په روان آی پي اېل کې راشدخان څلور لوبې کړي او ۴ وېکټې یې اخیستي دي.
په ایکانومي کې ترې دې دمه درېیم غوره توپ اچوونکی دی، په غوره ایکانومي کې لومړی ځای د بنګلور د توپ اچوونکي واشنګټن سونډر دی، هغه په ۳ لوبوکې ۳۲ منډې ورکړي یوه وېکټ یې اخیستي او هر اوور کې یې په اوسط ډول ۴ اعشاریه ۵۷ منډې ورکړي دي.
دویم ځای د ډیلي لوبډلې د لوبغاړي اکشرپټېل دی، هغه په ۳ لوبو کې ۴۶ منډې ورکړي، دوه وېکټې یې اخیستي او هره اوور کې یې په اوسط ډول ۴ اعشاریه ۶۰ منډې ورکړي دي.
درېیم ځای د افغان ۲۲ کلن بالر راشدخان سره دی، ده په څلور لوبو کې ۸۲ منډې ورکړي، څلور وېکټې یې ترلاسه کړي او ایکانومي یې ۵ اعشاریه ۱۲ ده.
محمدنبي عیسی خېل بیا څلورم ځای خپل کړی، ده یوه لوبه کړې، ۴ اورونوکې یې ۲۳ منډې ورکړي، کومه وېکټ یې نه ده اخیستې او ایکانومي یې ۵ اعشاریه ۷۵ ده.
راشدخان او یوه لوبه کې د غوره توپ اچونې څېره
راشدخان د بیسټ بالېنګ اننګز یا د غوره توپ اچونې پاڼۍ کې لومړی مقام لري او تر دې دمه یې غوره توپ اچونه کړې ده.
د آی پي اېل په اړه نور معلومات
تر دې دمه د آی پي اېل په زیاتو منډو جوړولو کې لومړی مقام د پنجاب لوبډلې د توپوهونکي میانک اګروال دی، هغه په ۴ لوبو کې ۲۴۶ منډې کړي دي او اورنج کېپ یا د زیاتو منډو جوړولو خولۍ هم ورسره ده.
محمد شمي د پنجاب لوبډلې توپ اچوونکی په زیاتو وېکټو اخېستلو کې لومړی مقام لري، هغه اته وېکټې اخیستي او پرپل کېپ یا د زیاتو وېکټو بانجاني خولۍ د ده په سر ده.
په یوه لوبه کې د زیاتو منډو جوړولو ریکارډ د کی اېل راهول سره دی، دی د پنجاب لوبډلې لوبډلمشر دی او یوه لوبه کې یې ۱۳۲ ناسوځېدلې منډې کړي دي.
د زیاتې با ارزښته لوبې کولو مقام د پنجاب لوبډلې له لوبغاړي میانک اګروال سره دی، هغه ۱۰۶ نومرې ترلاسه کړي دي.
د مناسبې لوبې کولو ځای بیا ایم ایس ډوني نیولی، هغه په دوو لوبو کې منځنۍ برخه کې د چینای لپاره ښه توپوهنه کړې ده.
تېره شپه لوبه کې حیدراباد، چینای ته په ۷ منډو ماته ورکړه او د لوبې غوره لوبغاړی ۱۹ کلن هندي توپوهونکی پریام ګرګ وپېژندل شو؛ هغه په ۲۳ توپونو چټکه نیمه سلیزه ووهله.
د نومرو جدول او د لوبډلو مقامونه
ممبيي لوبډله ۴ نومرې لري، لومړي مقام کې ده، ډیلي کپېټلز لوبډله ۴ نومرې لري، دویم ځای یې نیولی، کلکته لوبډله څلور نومرې لري، درېیم ځای یې خپل کړی، حیدراباد د ۴ نومرو په لرلو سره څلورم ده، راجستان ۴ نومرې ترلاسه کړي، پنځم نمبر ده، بنګلور د څلور نومرو په لرلو سره شپږم ده، پنجاب او چینای د دوه، دوه نومرو په لرلو سره اووم او اتم مقام کې دي.