لیکنه: محمدصابر حمیدي
د چمپېنزلیګ یا د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ پچه اچونه په سویس هیواد کې ترسره شوه، چې ګډونوالې ۳۲ لوبډلې په اتو بیلابیلو ګروپونو ووېشل شوې.
بایرن مونیخ، اتلاتیک ماډریډ، سالزبورګ، لوکوموتیو، ریال ماډریډ، شاختار ډونټسک، انټرمیلان، بوروسیا مونشن ګلادباخ، پورټو، منچسټر سیټي، اُلمپياکاس، اُلمپیک مارسي، لیورپول، آژاکس، اتلانتا، میدتیلند، سویا، چلسي، کراسنودار، رنس، زنت پترسبورګ، بورسیا دورتموند، لاتزیو، کلوپ بروژ، یوونټوس، بارسلونا، دینامو کیف، فرانس واروش، پاریست ژرمېن، منچسټر یونایټیډ، آر ـ بي لایپزیګ او استانبول باشاک شهیر هغه ۳۲ لوبډلې دي، چې د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ په راتلونکي پړاو کې به ولوبیږي.
د یادو لوبډلو ترمنځ پچه اچونه
د دې لیګ پچه اچونه د پنجشنبې په ماخستن ترسره شوه.
لومړی ګروپ: بایرن مونیخ، اتلاتیک ماډریډ، سالزبورګ او لوکوموټیو.
دویم ګروپ: ریال ماډریډ، شاختار ډونټسک، انټرمېلان او بورسیا مونشن ګلادباخ.
درېیم ګروپ: پورټو، منچسټر سیټي، اُلمپیاکاس او اُلمپیک مارسي.
څلورم ګروپ: لیورپول، آژاکس، آتلانتا او میدتیلند.
پنځم ګروپ: سویا، چلسي، کراسنودار او رنس.
شپږم ګروپ: زنت پترسبورګ، بورسیا دورتموند، لاتزیو او کلوپ بروژ.
اووم ګروپ: یوونټوس، بارسلونا، دینامو کیف او فرانس واروش.
اتم ګروپ: پاریست ژرمېن، منچسټر یونایټیډ، آر ـ بي لایپزیګ او استانبول باشاک شهیر.
د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ ۶۶م پړاو د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۰مه نېټه پیلیږي او د راتلونکي ۲۰۲۱م کال د مې میاشتې تر ۲۹مې نېټې پوري دوام کوي.
دا لیګ ۱۳ ځلې ریال ماډریډ، ۷ ځلي میلان، ۶ ځلې بایرن مونیخ، ۶ ځلې لیورپول، ۵ ځلې بارسلونا او ۴ ځلې بیا آژاکس لوبډلې ګټلی.