په اوسني وخت کې د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالۍ خورا زیاتې چټکې شوې دي او هر توپ وهونکی هڅه کوي، چې د هر بالر خلاف بریدګره لوبه ترسره کړي.
ډیر توپ وهونکي په اوسني وخت کې بیا په دې هڅه کې دي، چې د مشهوره پیاوړو بالرانو خلاف د شاټ وهلو هڅه وکړي، ځکه چې په همدغه ډول لوبې ترسره کولو سره تر نړیوال شهرت پورې رسیږي.
خو بل خوا د لوبې لپاره د توپ وهنې د پیچونو یا ویشتن ځایونو برابرول بالرانو ته تل سر خوږی جوړوي او د خپلې هر اړخیزې خوارۍ ترڅنګ بیا هم د ستونزو سره مخامخ وي، ځکه چې ویشتن ځای ورسره مرسته نه کوي.
د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره «IPL»۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو لیګ هم یو د هغو څخه شمیرل کیږي، چې پکې بالران زیات وخت د توپ وهونکو د بریدګرې لوبې د ترسره کولو له کبله د ستونزو سره مخ وي.
په دغه لړ کې درته ۵ هغه بالران در پیژنو، چې د یوې سیالۍ په ۴ اورونو کې یې د کرکټ په تاریخ کې ډیرې منډې ورکړې دي اوس پرې یو ریکارډ حسابیږي.
۱ – ایشانت شرما
ایشانت شرما د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی پاتی شوی دی او په اوسني وخت کې هم د ټیسټ لوبو په سیالیو کې د هندۍ لوبډلې لپاره لوبیږي.
نوموړی د «IPL»۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو د کرکټ په تاریخ کې لمړی هغه لوبغاړی دی، چې په یوه سیالۍ کې یې تر نورو زیاتې منډې ورکړې دي.
ایشانت شرما په ۲۰۱۳ م کال کې د سنرایز حیدر اباد لوبډلې په ګټه د چینايي سوپر کینګز لوبډلې خلاف لوبیدو، چې په خپلو ۴ اورونو کې ۶۶ منډې ورکړې او تر اوسه پورې د یو توپ اچوونکي لپاره تر ټولو بد ترینه د بالینګ سپیل حساب شوی دی.
۲ – اومیش یادوو
اومیش یادوو هم د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی پاتی شوی دی او په اوسني وخت کې هم کله ناکله په ۵۰ اوریزه سیالیو کې راڅرګندیږي.
یادو د هندوستان د کورني کرکټ «IPL»۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو د ایشانت شرما وروسته دویم هغه بالر دی، چې په ۴ ترسره کړیو اورونو کې یې زیاتې منډې ورکړې دي.
اومیش یادوو په ۲۰۱۳ م کال کې د ډهلي ډرید ویلز لوبډلې په ګټه د رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې خلاف لوبیدو، چې د کریس ګیل د چټکې بریدګرې توپ وهنې سره مخ شو او په خپلو ۴ اورونو کې ۶۵ منډې ورکړې.
۳ – سندیپ شرما
سندیپ شرما د هندوستان په کورني کرکټ سیالیو کې زیات لوبیدلی دی او د «IPL» سیالیو کې د تیرو څو کلونو راهیسې د پنجاب لوبډلې سره لوبیږي.
نوموړی په ۲۰۱۴ م کال کې د پنجاب لوبډلې په ګټه د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې سره مخ شو، چې په هغه لوبه کې یې د کرکټ کیریر بد ترینه خاطره پاتې شوه.
سندیپ شرما د حیدر اباد لوبډلې پر وړاندې ۴ اورونه ترسره کړل او د یو لوبغاړي په سوځولو سره یې ۶۵ منډې ورکړې او په دغه لیګ سیالیو کې دریم بدترینه د بالینګ سپیل حساب شوی دی.
۴ – اشوک ډینډا
اشوک ډینډا د کرکټ په ډګر کې د توپ اچونې پر مهال د چمپ یا خیز وهلو له کبله د چمپکي بالر په نوم سره مشهور دی؛ دی هم د هندوستان په کورني کرکټ کې زیات لوبیدلی دی.
اشوک ډینډا هم د هغه بالرانو په لیست کې شامل دی، چې په یوه سیالۍ کې زیاتې منډې ورکړې دي.
ډینډا په ۲۰۱۳ م کال کې د د ممبي انډینز لوبډلې خلاف په خپلو ۴ ترسره کړیو اورونو کې ۶۳ منډې ورکړې او هیڅ کوم لوبغاړی یې ونه سوځولو.
۵ – ویرن ایرون
ویرون ایرون د هندوستان د کرکټ په تاریخ کې یو د تیز ترینو بالرانو د جملې څخه شمیرل شوی دی، چې د ۱۵۰ سرعت څخه پورته په ساعت کې یې د بالینګ سپیډ یا تیز والی ښودل شوی دی.
دی هم به یوه سیالۍ کې د توپ وهونکو لخوا ټارګیټ یا هدف شوی و او په خپلو ۴ اورونو کې یې د ۲ لوبغاړو په سوځولو سره د چینايي سوپرکینګز لوبډلې ته ۶۳ منډې ورکړې وې.
په دغه لیګ کې ځکه د بالرانو څخه ډیرې منډې اخیستل کیږي، چې د کرکټ نړۍ څخه ټول پیاوړي لوبغاړي ورته راټولیږي، هر یو توپ وهونکی په نړیواله کچه د خپل استعداد د ښکاره کولو په هڅه کې وي، نو ځکه خو د هر بالر سره یوه ویره موجوده وي او رڼا ورځ ورباندې توره شپه وي.